"د ترهګرو بریدونو لپاره یو نوی او خطرناک تکتیک"

ګارډین:

ر د انځور حقوق Empics
Image caption د برید سیمه کې امنیتي ځواکونه

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې هم پر خپل لومړي مخ د بارسلونا د بریدونو خبر راخیستی.

ورځپاڼه لیکي په ترهګرو بریدونو کې د موټرو کارول اوس یو نوی او ګټور(خطرناک) تکتیک دی.

ګارډین وایي چې له دې تکتیکه په لندن، برلېن پاریس او سټاکهولم ښارونو کې کار اخیستل شوی.

ورځپاڼې د لاس رامبلاس سیمې په اړه هم جزیات ورکړي، چې تېره شپه برید پکې وشو.

ګارډین وایي چې دا سیمه د سیلانیانو د راټولېدو ځای دی.

یو اوږد سړک دی چې یوه سر ته یې د کاتالونیا محل یا ماڼۍ ده او بیا سړک کابو تر یوه میله همداسې غځېدلی.

د سړک دواړو خواو ته ونې دي او د ګلانو او سوغاتونو دوکانونه او کافتیریاوې دي.

ګارډین وایي چې د سیمې ځایي خلک ډېری په چکر او رخصتۍ نورو سیمو ته تللي وو، ځکه نو د تېرې شپې د برید ډېری قربانیان په اصل کې سیلانیان دي.

اېل پایس:

د انځور حقوق AFP
Image caption له موټر د اروپا په نورو هېوادونو کې هم کا راخیستل شوی.

اېل پایس د اسپانیا تر ټولو لویه او ډېره چاپېدونکې ورځپاڼه ده چې له پلازمینې مادریده خپرېږي.

په لومړي مخ د بارسلونا ښار د تېرې شپې د بریدونو خبر او انځورونه لري.

ورځپاڼه د مړو شمېر ۱۵ یادوي او وایي چې لږ تر لږه اتیا کسان ژوبل دي او په دوی کې هم د ۱۵ وضعیت ښه نه دی.

اېل پایس زیاتوي چې یو بریدګر هم له پېښې څو ساعته وروسته په خپل موټر کې مړ موندل شوی.

ورځپاڼه وایي تر برید وروسته پولیسو هغه وخت پر دې بریدګر ډزې وکړې چې دی د تېښتې په حال کې و.

مړی یې له بارسلونا ښار په هماغه موټر کې موندل شوی خو دا مالومه نه ده چې دی د پولیسو په ډزو ټپي شوی و او که وروسته یې ځان وژنه کړې ده.