د بارسلونا اصلي بریدګر موسی اوکبیر ووژل شو

موسى اوكبير څوک و؟

Image caption ادعا ده چې پر بارسلونا کې پر خلکو خېژول شوی موټر ۱۷ کلن موسی اوکبیر اجاره کړی و.

د اسپانیا پولیس وايي، هغه کس یې وژلی چې وړمه ورځ یې د بارسلونا په مرکز کې پر خلکو خېژول شوی موټر اجاره کړی و.

په یاده پېښه کې ۱۷ کسان ووژل شول او تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.

پولیسو د وژل شوي کس نوم موسی اوکبیر یاد کړی او ویلي دي چې ۱۷ کلن و.

د اسپانیا پولیسو وړاندې ویلي وو، د موسی اوکبیر په ګډون په څلورو کسانو پسې لټه کوي، خو اوس یوازې یو کس پاتې دی چې پولیس یې د نیولو لټه کوي او دوه نور نیول شوي دي. د پولیسو په خبره، هغه کس چې موټر یې چلاوه شونې ده ژوندی او تښتېدلی وي. نوموړی مراکشی دی او یونس ابو یعقوب نومېږي.

د پنجشنبې په ورځ په بارسلونا کې پر یوه (وان) ډوله موټر په لوی لاس ګرځندویان ووهل شول چې په پېښه کې ۱۳ کسان مړه او تر سلو ډېر یې ټپیان کړي دي.

له پېښې لږ څه وروسته د اسپانیا په بل ښار کمبرېلز کې د ورته برید هڅه وشوه، خو پولیس وتوانېدل بریدګر په نښه او پنځه واړه له منځه یوسي.

د کمبریلز په پېښه کې په موټر وهل شوې یوې مېرمنې وروسته بیا په ورغتون کې ساه ور کړه.

د بارسلونا د پېښې موټر له اره د (ادریس اوکبیر) نومي کس په اسنادو اجاره شوی دی.

ادریس اوکبیر د وژل شوي موسی اوکبیر ورور دی.

هغه پولیسو ته تسلیم شوی او ویلي دي چې اسناد یې ترې چا غلا کړي دي.

د انځور حقوق SPANISH POLICE
Image caption دا د نورو تورنو کسانو عکسونه دي چې د اسپانیا پولیسو خپاره کړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب