سپینه ماڼۍ کې د افغانستان ستراتېژۍ په اړه اختلافونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک ټایمز، د افغانستان او سیمې په اړه د ډونلډ ټرمپ په اداره کې د نظر اختلافونه شته

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د ملي امنیت په برخه کې له خپلو سلاکارانو سره د افغانستان په اړه غونډه درلوده.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې پر ګڼو مسلو خبرې وشوې، خو د نیویارک ټایمز په وینا، د تمې خلاف، ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه کومه مهمه پرېکړه ونه کړه.

همدا رنګه نوموړي افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو یا هم له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د را اېستلو په اړه څه ونه ویل.

ورځپاڼه د سپینې ماڼۍ د ویاندې له قوله لیکي چې ولسمشر پر بېلابېلو لارو چارو غور وکړ او په دې اړه به خپله پرېکړه د امریکا ولس او متحدینو ته پر مناسب وخت اعلان کړي.

پرونۍ غونډه یوازې د افغانستان په اړه نه وه، بلکې په ټوله سویلي اسیا کې د امریکا د تګلارې په اړه پکې خبرې وشوې.

له دې داسې مالومېږي چې د افغانستان په تړاو ښایي د پاکستان او هند په رول هم خبرې شوې وي.

ورځپاڼه زیاتوي چې پر دې ټولو مسالو د ولسمشر ټرمپ په اداره کې د ننه د نظرونو اختلاف شته او همدا لامل دی چې دا موضوع دومره ځنډېدلې.

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption سټیو بنن، د سپینې ماڼۍ د مهمو ستراتيژستانو له ډلې و

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر ټرمپ پرون خپل مهم سلاکار او د ستراتیژۍ د برخې مشر سټیو بنن له دندې لېرې کړ او په دې کار سره هڅه کوي چې په خپله اداره کې دننه بې ثباتي ختمه کړي.

سټیو بنن د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مهم غړی و. ان تر دې چې ورځپاڼه لیکي د پردې تر شا ټول فکر او پلان د ده لخوا جوړېده.

خو په دې وروستیو کې په امریکا کې د بېلابېلو توکمونو د وګړو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی او پر ولسمشر ټرمپ هم فشار او نیوکې ډېرې دي چې د ښي لاس سخت دریځو ډلو یا د هغو ډلو غندنه نه کوي چې په امریکا کې د کډوالو او په خاصه توګه د مسلمانانو سخت مخالف دي.

پر سټیو بنن هم تور دی چې له دې ډلې سره یې خواخوږي درلوده، خو په اداره کې دننه یې مخالفین ډېر وو او واشنګټن پوسټ لیکي چې دی پرون د ولسمشر ټرمپ د دفتر رییس جان کېلي لخوا له دندې ګوښه شو.

ورته مطالب