د غورځول شوي اتومبم لېږدوونکې بېړۍ ۷۲ کاله وروسته وموندل شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption پیرل بندر کې پر ۱۹۳۷ کال انډیناپولس بېړۍ

په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان په هيرو شیما غورځول شوي اتومبم لېږدونکې بېړۍ ۷۲ کاله وروسته په ارام سمندر کې وموندل شوه.

دا جنګۍ بېړۍ( انډینا پولیس) ډوبه شوې وه.

دې بېړۍ په دویمه نړیواله جګړه کې پر هیرو شیما د غورځول شوي بم برخې په سیمه کې امریکايي پوځیانو ته ورسولې، خو امریکا ته ستېندلو کې جاپاني اوبتل په نښه کړه او ډوبه شو.

اوس د ارام سمندر ۱۸ زره فوټه یا نږدې شپږ کیلومتره ژورو کې موندل شوې ده.

د بېړۍ موندونکې ډلې مشر او د مایکرو سافټ مرستیال بنسټګر پولي ایلن د دې موندنې له امله خوشال دی.

* د بريتانيا تر ټولو لويه جنګي بېړۍ

* چین د الوتکو لېږدونکې بېړۍ سمندر ته کوزه کړې

* پر ناګاساکي د اتوم بم غورځولو پرېکړه څنګه شوې وه؟

یوه جاپانې اوبتل د ۱۹۴۵ د جولای پر ۳۰ د فیلپین سره نږدې د ګوام او لي یټ ترمنځ اوبو کې د انډینا پولیس په نوم دا بېړۍ په توغندي وویشته او ډوبه شوه.

په دې بېړۍ کې ۱۱۹۶ امریکايي سمندري کارمنان و، خو یوازې ۳۱۶ وژغورل شول. دا د امریکا سمندري ځواک کې تر ټولو لویه مرګونې پېښه وه.

بېړۍ په ۱۲ دقیقو کې ډوبه شوه او کارکوونکو یې د مرستې لپاره کوم پیغام هم ونه لېږه.

ژغورل شوي کسان تر څلورو ورځو په سمندر کې د مرستې په تمه وو.

په ژغورلو شویو کې د ژوندیو ۲۲ کسانو ویاند وايي، دوی د هغې ورځې په هیله و چې دا بېړۍ به موندل کېږي.

د انځور حقوق Paul G Allen
Image caption بېړۍ په اوبو کې ۱۸ زره فوټه ژوره موندل شوې ده.

دا پېښه په داسې ځای کې شوه وه چې ډېر شارک کبان هم وو، په بېړۍ کې یوه ژغورل شوي کس ویلي: شارک کبان یې لیدل چې تل را تلل.

بېړۍ ته د مرستې نه رسېدلو یو لامل هم د هغې پټ عملیات و، چې د ځای په هکله یې معلومات پټ ساتل کېدل.

د دې بېړۍ موندونکې ډلې د روانې میاشتې پر ۱۸ خپله ورکه وموندله.

* شمالي کوریا امریکا ته د اتومي برید ګواښ کړی

* جاپان پر ناګاساکي د اتومي بريد ۷۰ کليزه ولمانځله

د دې بېړۍ د مشهورېدلو لامل وروستی سفر و چې د جاپان سره نږدې یې تینان ټاپو کې امریکايي پوځي اډې ته د لټل بوای په نوم د اتومبم برخې او همدارنګه بډایه شوي یورانیم ورسول.

په دغه ټاپو کې د امریکا پوځي اډه وه چې د جګړې په وروستي کال یې په نړۍ کې لومړی اتومبم وغورځاوه.

د بېړۍ له ډوبېدلو یوه اونۍ وروسته دا بم د جاپان پر هیروشیما ښار وغورځول شو.

امریکا د جاپان پر دویم ښار ناګاساکي هم اتومبم وغورځاوه چې له امله یې جاپان وسلې غورځولو یا تسلیمېدلو ته اړ شو.

د انځور حقوق Paul G Allen