په افغانستان کې د بکارت پردې معاینې او اندېښنې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د بکارت معاینې د درولو په موخه پرمختګونه شوي خو له دې سره سره دا معاینه دوام لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بکارت معاینې د بندېدو شفاهي امر کړی، خو بي بي سي پښتو موندلې چې د ولسمشر حکم نه پلی کېږي او په پلازمېنه کابل کې لا د بکارت معلومولو پېښې شته.

نړیوال سازمانونه وايي چې دا معاینه علمي نه ده او نشي کولی څه ثابت کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د بکارت معاینې د درولو په موخه پرمختګونه شوي خو مني چې لا هم د نجونو بکارت کتل کېږي.

اتلس کلنه پېغله، چې موږ یې د هویت د پټ ساتلو لپاره دلته د (ندا) په نامه یادوو، وايي د بکارت معاینې یې ارمانونه ور نیمګړي کړي دي.

ندا مخکې محلي سندر غاړې وه، خو د بکارت له معاینې وروسته یې په ټولنه کې نه د هنر او نه خپل درناوی پاتې دی.

نوموړې، پولیسو د نامشروع اړیکو په تور نیولې وه او بیا یې د بکارت معاینې لپاره عدلي طب ته ولیږله:

"پولیسو له نوي کال یوه ورځ مخکې حوزې بوتلو، پر ما دا شک و چې خپلو دوستانو سره مې جنسې اړیکه پاللې. د بکارت معاینه یې وکړه خو هر څه سم وو، خو زما نوم پرې بد شو. "

Image caption ندا وايي، د بکارت په معاینې مې خپل درناوی له لاسه ور کړ

د هغې په خبره، معاینې زما ژوند راته تباه کړ اوس، نو زه هغه پخوانۍ نجلۍ نه یم، هر چا به راته په ټېټه سترګه کتل، خویندې مې مکتب کې ځورول کېدې، کورنۍ مې ویل چې کور کلي کې دې زموږ نوم بد کړ:

" ښوونځي ته به ډېره کمه تلم، څوک چې موږ ته ډوډۍ کوي، زه نه ځم؛ له ټولنې ګوښه شوې یم. "

ندا وايي خبره نه وه چې د یوه ملګري موټر که سپرېدل به ورته دومره سرخوږی جوړوي.

د بکارت معاینه پر هغو پېغلو ترسره کېږي چې له نارینه سره د نامشروع جنسي نژدېوالي شک پرې کېږی. د قانون له مخې دا کار د عدلي طب دی، خو په ولایاتونو کې یې عادي روغتیايي مرکزونه هم کوي.

تونس کې نجونې د شلېدلې بکارت پردې د رغولو عملیات کوي

-په جنسي اړيکو د تورنو نجونو د بکارت ازموينې دې ودرول شي-

کرزی: 'له ښځو سره زورزیاتی د نارینه وو بې چارګي ښيي'

بوباني حیدري، نسايي ولادي ډاکټره ده. درې کاله کیږي د بامیانو ولایت په یوه روغتون کې دنده مخ ته وړي. هغه وايي د افغانستان په شمال او مرکزي ولایتونو کې یې د ګڼو نجونو د بکارت معاینې کړې دي:

" روغتون ته د بکارت پردې د معاینې لپاره د جنايي پولیسو له خوا د ورځې له شپږو تر لسو نجونې ور لېږل کېږي. "

Image caption بوباني حیدري، د نجونو د بکارت معاینه د ښځو له خوا په خوندي ځای کې کېږي.

داکټره حیدري وايي، د بکارت معاینه د ښځینه داکټرانو له خوا په خوندي چاپیریال کې ترسره کیږي.

افغانه دودیزه ټولنه کې بکارت پرده د نجونو د پاکوالي نښه ده.

نشتوالی خو یې پریږده ان معاینه یې هم ډېر جنجالونه زیږولی شي. نوم بدوالی او ان په ځینو مواردو کې وژنه هم پکې راتلی شي.

د بکارت معاینې ته مجبوره شوې یوه ۱۷ نجلۍ چې موږ شهلا نومولې، وايي، د بکارت پردې معاینې روحي شکنجه کړې ده:

"ډېر مې وژړل، مور ته به مې خلکو پیغورونه ورکول، زما خویندې ځورول کېدې حتی چا ورسره خبرې نه کولې ."

نړیوالو سازمانونو د بکارت معاینې د بندیدو غوښتنه کړې او دا یې جنسي ځورونه او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول ګڼلي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړې ثریا صبحرنګ وايي دا د ټولو اخلاقي اصولو خلاف کار دی:

"په ټوله کې نسايي اجباري معاینات د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي . په تیره بیا د بکارت پردې معاینه، یو غیر اخلاقي کار دی. "

Image caption اغلې صبحرنګ وايي، د بکارت پردې معاینه له ټولو اخلاقي اصولو خلاف چاره ده.

مېرمن صبحرنګ وايی د بکارت معاینې د بندولو هڅو یو څه پرمختګ کړی. دهغې په خبره همدا چې اوس یې په لوړه کچه د بندولو خبرې کېږي، دوی ته یې هیلې ور پیدا کړې دي.

څه موده وړاندې په خپله ولسمشر هم د دغې معاینې د بندېدو شفاهي امر کړی دی.

د پولیسو یو مخکینی لوړپوری چارواکی چې تر دا وروستیو وختونو یې په کورنیو چارو وزارت کې د جنايي تحقیقاتو د مشر دنده لرله، وايي، دا پیښې تر ټولو ډېرې په کابل، هرات، مزار او ننګرهار کې شوې دي.

Image caption د عبدالغفار سعیدزاده په خبره، د بکارت معاینې پېښې تر ډېره د افغانستان په لویو ښارونو کې رامنځته کېږي

د عبدالغفار سعیدزاده په وینا، هره ورځ به یې د بکارت د معاینې لپاره یوه یا دوه پېښې عدلي طب ته لیږلې.

هڅه مو وکړه چې د بکارت معاینې د قربانیانو کره شمېر پیدا کړو، خو د افغانستان د روغتیا او د کورنیو چارو وزارتونو، چې دغه شمېرې ورسره دي، له موږ سره په دې برخه کې مرسته ونه کړه.

د بشري حقونو فعالان اندېښنه ښيي او وايي، تر هغه چې د بکارت پردې معاینه ناقانونه ونه ګرځول شي او له سرغړوونکو سره یې کلک چلند ونه شي؛ د قربانیانو شمېره به یې ورځ تربلې ډېره شي.

ورته مطالب