تر ۲۰۲۱ کال د لندن د بګ بن ساعت وروستی کړنګ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د لندن له بازارونو چې سیلانیان خپلو هېوادونو کې کورنۍ او ملګرو ته ډالۍ وړي، د لندن بګ ساعت وړوکې بڼه یې یوه له ترټولو غوره ده.

ټاکل شوې ده د لندن پر الزابیت برج د بګ بن مشهور ساعت د بیارغاونې لپاره تر ۲۰۲۱ کال غلی شي او د ترمیم له کبله به په منظم ډول زنګ نه وهي.

دا ساعت لندن کې د سیلانیانو لپاره یو له تر ټولو په زړه پورو تاریخي ځایونو دی چې ډېری کسان غواړي عکس یې واخلي.

بګ بن به یوازې په ځینو ځانګړو وختونو کې کړنګېږي.

د دې ترڅنګ د ایرتون لایټ چې د مشهور بیګ بین ساعت پر سر ټومبل شوی د بیارغاونې لپاره له ځایه ایستل کېږي او پر ځای به یې یو موقت څراغ بلیږي. دغه څراغ ۱۸۸۵ کال کې نصب شوی و او یوازې د دواړو نړیوالو جګړو پر مهال یې رڼا نه کوله.

د انځور حقوق UK PARLIAMENT/JESSICA TAYLOR
Image caption تر اوسه دا معلومه نه ده، چې دغه څراغ به کله ګل شي

ویل کېږي چې دغه څراغ د ملکې وکټوریا په غوښتنه ځای پر ځای شوی و، ځکه هغې غوښتل په تیاره کې هم له بکنګم ماڼۍ نه د پارلمان دواړو جرګو غونډې وویني.

د بګ بن ساعت نه یوازې دا چې تاریخي ارزښت لري د برتانیا د پارلمان نښه هم بلل کېږي. د لندن له بازارونو چې سیلانیان خپلو هېوادونو کې کورنۍ او ملګرو ته ډالۍ وړي، د لندن بګ ساعت وړوکې بڼه یې یوه له ترټولو غوره ده.

ورته مطالب