داعش په ځپل کېدو دی خو ډېر بد او مرګونی میراث شاته پرېږدي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

داعش په ځپل کېدو دی خو ډېر بد او مرګونی میراث شاته پرېږدي

په عراق او سوریه کې، د اسلامي دولت نومې ډله مخ په کمزورې کېدو ده او له خپلو مرکزونو شړل شوې ده.

خو له تلو سره، دا ډله تر شا یو ډېر بد میراث پرېږدي. هغه ماشومان چې دوی جګړې لپاره روزلي دي او کرکه یې ورښودلې ده.

فکر کېږي، داعش تر اوسه تر دوو زرو ډېر ماشومان روزلي وي.