د بارسلونا په بریدګر پسې لټون اوس ټولې اروپا ته وغځېده
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بارسلونا په بریدګر پسې لټون اوس ټولې اروپا ته وغځېده

هغه سړی چې، د اسپانیايي پولیسو په وینا، تېره اوونۍ یې په بارسلونا کې برید وکړ، بیا په پښو د پېښې له ځایه تښتېدلی، او د ښار په څنډه کې یې یو موټر نیولی و چې موټر چلونکی یې ده وواژه.

له دې سره د هغه برید د قربانیانو شمېر ۱۵ ته رسېږي. چارواکي وايي، مشکوک کس، چې د مراکېش دی او یونس ابو یعقوب نومېږي، ښايي اوس هم وسله ولري او امکان شته چې فرانسې ته تللی وي.

پولیس دا هم وايي چې د دې بریدګر مشر، چې هغه هم امام عبدالباقي اېس ساتي نومی مراکېشی دی، ښايي د بارسلونا له برید وړاندې، په تېروتنه، ځان الوزولی وي. اې ساتي په رېپول ښار کې امام و.

همالته ډېریو هغو کسانو ژوند کاوه چې د برید شک پرې کېږي.