هند: د مسلمانانو پر درې ګوني طلاق بندیز لګول شوی

هند د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینو مسلمانو مېرمنو د هند له سترې محکمې غوښتي و، چې په یوه وخت د درېیو طلاقونو چاره له اساسي قانون سره ټکر کې وبولي

د هند سترې محکمې مسلمانانو ښځو ته په یوه وخت د درې طلاقونو ورکول له اساسي قانون سره ټکر کې بللي دي. محکمې حکومت ته امر کړی دی، چې دې لړ کې باید نوی قانون جوړ کړي.

د پریس ټرسټ اف انډيا رپوټ کې ویل شوي، محکمې د شپږو میاشتو لپاره د طلاق پر اوسني دودیز ډول بندیز لګولی او له حکومته یې غوښتي، چې د پارلمان له لارې نوی قانون جوړ کړي.

محکمې ته دې لړ کې ډېرې عریضې شوې وې او په کې ویل شوي وو، چې په یوه وخت د درېیو طلاقونو له ورکړې سره د هندیو مسلمانو ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

درې ګونی طلاق څنګه یې؟

هند کې داسې قضیې شوې، چې ځینې هندي مسلمانانو د لیک، ټیلیفون، لیکلي پیغام، واټس اپ او یا سکایپ له لارې په یوه وخت درې طلاقه لیکلي او خپل واده یې پای ته رسولی دی. د دغه ډول طلاقونو خلاف یو شمېر مسلمانو ښځو د هند محکمو کې عریضې کړې وې.

دغې پرېکړې ته په هند کې په پراخه کچه د مسلمانو ښځو د بریا او حقونو لاسته راوړنې په سترګه کتل کېږي. ډیلي کې د هندو توکمپال ګوند بي جي پي مرکزي حکومت د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او لومړي وزیر نرېندرا مودي دا یوه 'تاریخي ' پرېکړه بللې.

محکمه مې میاشت کې په دې اړه پرېکړې ته رسېدلې وه او اوس یې اعلان کړې.

د هند قاضي القضات جي ایس کهیر، له سیاسي ګوندونو غوښتي چې خپلې سیاسي ګټې یوه لور ته کړي او په یوه خوله په دې اړه پارلمان کې پرېکړه وکړي.

له کوترو سره مینه: مېرمنې له مېړونو طلاق اخلي

هند د "درې کاڼو طلاق" مسله څېړي

هند: د پوستې له لارې طلاق لېږونکی سړی نیول شوی

محکمې له دې مخکې ویلي و، چې د مسلمانانو ځینې سازمانونه په یوه وخت د درېیو طلاقونو ورکولو طریقه روا بولي، خو د ښځې او میړه تر منځ د بېلتون لپاره دا مناسبه لاره نه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښځو حقونو فعالانو د سترې محکمې پرېکړې هرکلی کړی دی

د هندیو مسلمانو مېرمنو تنظیم مسلم پرسنل لا بورډ مدافع وکیل چندرا راجن د محکمې دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او له حکومته یې غوښتي، چې دې لړ کې ژر تر ژره نوی قانون جوړ کړي.

نوموړي ویلي که حکومت اوس دې لړ کې ناغیړي کوي، ښځې به سړکونو ته د احتجاج لپاره راووځي.

محکمې ویلي که د مذهب له مخې هم درې طلاقونه مناسبه چاره نه ده، نو بیا څنګه روا کېدای شي؟

د یوې مسلمانې ښځې سایره بانو او ځینو نورو مېرمنو له عریضې وروسته، چې په یوه مهال درې طلاقونه ورکړل شوي وو، د هند سترې محکمې دغه محاکمه پیل کړې وه. د هندي اوسني مرکزي حکومت هم محکمه کې د درېیو طلاقونو له اوسني دود سره مخالفت کړی و.

ورته مطالب