ټرمپ نوې ستراتیژي: امريکايي سفیر د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

خواجه اصف د انځور حقوق AAMIR QURESHI

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر ډېوډ هېل د دغه هېواد د دفاع له وزیر خواجه اصف سره لیدلي او د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.

د وزارت په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره تر خپله وسه هڅې کړې او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره يې تل قربانۍ ورکړې دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، امريکايي سفیر د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته د ډونلډ ټرمپ پر ستراتيژۍ معلومات ورکړل او هغه ته يې وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن دده لیدو ته سترګې پر لار دی، چې د خبرپاڼې په وینا په راتلونو څو ورځو کې به د دواړو ترمنځ لیده کاته په امریکا وشي.

په پاکستان کې د اپوزیسيون ګوندونو پر حکومت نیوکه کړې، چې ولې يې لاهم د ډونلډټرمپ پر ستراتيژي غبرګون نشته. د اپوزیسيون دویم لوی ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان همدې ته په پام سره وايي، باید د پېسو په بدل کې پاکستان کله هم د ترهګرۍ ضد جګړه ونه کړي.

ښاغلی خان زیاتوي، امريکا د خپلې ناکامې او نېمگړې افغان تگلارې پړه چې څه د پاسه يوه لسيزه غځېدلې، پر پاکستان اچوي، هماغسې چې هند په کشمير کې د ولسي پاڅون له امله پاکستان ملامتوي.

د امریکا نوې ستراتیژي: د افغانستان هرکلی او د چین نیوکه

ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

د ټرمپ خبرې او د افغانستان رښتینی وضعیت

ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه

بلې خواته په اسلام اباد کې ددغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د خپلې کابینې غونډه رابللې، چې د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د هغه او امریکايي سفیر ترمنځ پر ملاقات او خبرو معلومات ورسره شریک کړي.

د دې رپوټ تر لیکلو پورې لاهم د کابینې دغه غونډه روانه ده.

له هغه وروسته چې ډونلډ ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر پاکستان نیوکې وکړې، د چین دولت د پاکستان له دریځه ملاتړ کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ وویل، پاکستان د ډېرو قربانیو په ور کولو سره په دغه برخه کې (اړینه همکاري) کړې ده: "موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه باید پاکستان ترهګرۍ د قرباني هېواد په توګه وپېژني."

پاکستان چې له مودې راهیسې نړیوالو په دې تورن کړی، چې د وسلوالو ترمنځ توپير کوي او هغه وسلوال چې دوی ته زیان نه رسوي، پاکستان يې پر ضد جدي ګام نه اخلي.

خو پاکستان بیا بیا ویلي، په وار وار يې د ټولو وسلوالو ضد عملیات کړي او ټول يې له خپلې خاورې شړلي دي.

ورته مطالب