د ټرمپ سټراتیژي: افغانستان، پاکستان، طالبانو او هند ته څه پیغام لري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر ټرمپ کلکه نیوکه د افغانستان ګاونډي او د واشنګټن اوږدمهالي ملګري پاکستان ته مخامخ وه.

تر څو میاشتني ځنډ او انتظار وروسته د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان کې د خپل هېواد د ښکېلتیا په اړه ستراتیژي اعلان کړه.

د ښاغلي ټرمپ ستراتیژي په لویو ټکو کې دا ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه نه وځي، د پاکستان طالب پالنه نه زغمي او هند لا پراخې لوبې ته رابولي.

دا ټکي د جنوبي آسیا په اړه د امریکا د اوسنۍ ادارې د تګلارې یوه برخه ده چې د امریکا په وخت د دوشنبې ماخوستن ناوخته اعلان شوه.

د افغان چارواکو غبرګون

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره تلپاتې ژمنه بللې. ولسمشر غني ویلي له دغې ستراتیژۍ سره به د افغانستان د امنیتي ادارو وړتیاوې لوړې شي.

ښاغلي غني سوېلي کندهار ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، امریکا د افغانستان ګاونډي ته ښکاره پیغام ورکړی چې نور اورپکو ډلو ته پناه ورنه کړي اوس باید پاکستان د افغانستان د سولې غږ ته لبیک ووايي.

د انځور حقوق Getty Images

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي، دغه ستراتیژي لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې لري چې د افغان ځواکونو د په پښو درېدو لامل ګرځي او د جګړې معادله به د افغان ځواکونو پر ګټه را وڅرخوي.

خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر ټرمپ نوې پالیسي غندلې ده. ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د امریکا متحده ایالتونه باید هڅه وکړي د خبرو او سوله ییزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي.

نړیوال غبرګون

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل ملبین، د دغې ټولنې د استازولۍ پر رسمي ټوېټرپاڼې لیکلي: "زه د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د سیاست د اعلانولو هرکلی کوم. تر دې وروسته ګام د ثبات پر لور تګ دی."

د ټرمپ ستراتیژۍ پر وړاندې بیا چین د پاکستان ملاتړ ملاتړ وکړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون‌ینګ وویل، پاکستان د ډېرو قربانیو په ور کولو سره په دغه برخه کې (اړینه همکاري) کړې ده. هغې وویل: "موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه باید پاکستان ترهګرۍ د قرباني هېواد په توګه وپېژني. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون‌ینګ وویل: "موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه باید پاکستان ترهګرۍ د قرباني هېواد په توګه وپېژني. "

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره تر خپله وسه هڅې کړې او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره يې تل قربانۍ ورکړې دي.

د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان وايي امریکا د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي. دی وايي امريکا يو ځل بيا د خپلې ناکامې او په ژوره توگه نېمگړې افغان تگلارې پړه چې څه د پاسه يوه لسيزه غځېدلې، پر پاکستان اچوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، موږ د افغانستان د ستونزو د کابو کولو او د ترهګرو ډلو د خوندي پټنځیونو په برخه کې د امریکا د هڅو د زیاتېدو ملاتړ کوو.

د طالبانو غبرګون

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټرمپ دا ستراتیژي د جګړې پر دوام ټینګار بللی او وايي، چې د دوی پرضد به جګړه کوي.

اعلامیه لیکي:"ترهغو چې یو امریکايي عسکر هم زموږ په هېواد کې وي او امریکايي مشران جګړییزه تګ لاره تعقیبوي موږ به په پیاوړې روحیه، پوره عزم او لا ډېر متانت سره د هغوی په وړاندې "جهاد" کوو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو څو ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ ته یو لیک لیکلی و او د افغانستان وضعیت یې له خپل لیدلوري په کې لیکلی و.

ډونلډ ټرمپ وویل، په بېړه له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به تشه رامنځ ته کړي چې"ترهګر" به یې ډکه کړي، ځکه به تر هغه افغانستان کې امریکايي ځواکونه جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغه به له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره جنګ کوي چې مات یې کړي.

د بي بي سي د ډیپلوماتیکو چارو خبریال جانتن مارکس وايي، د ولسمشر ټرمپ له خوا پر دې ټینګار چې مهالویشونه باید یوې خوا کېښودل شي او "د وضعیت څېړنې" تګلاره دې خپله شي په دې مانا ده چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د پام وړ موده تېره کړي.

هغه د نورو ځواکونو کوم شمېر په ډاکه نه کړ خو په دغه پلان کې به چې د ده د جنرالانو له خوا یې ملاتړ کېږي، ویل کېږي د ۳٫۸۰۰ اضافي پوځي روزونکي او سلاکاران وي. نو ډېر شونی دی چې دا چاره د پلان یوه برخه وي.

د پاکستان په اړه ژبه ترخه وه

هماغسې چې اټکل کېده، د ولسمشر ټرمپ کلکه نیوکه د افغانستان ګاونډي او د واشنګټن اوږدمهالي ملګري پاکستان ته مخامخ وه. ده اسلام آباد د هغو ترهګرو په کوربه توب تورن کړ چې امریکا ورسره په جګړه ده او پاکستان ته یې په مرسته کې میلیاردونه ډالر ورکول کېږي.

پاکستاني طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ پاکستان ته په خطاب کې وویل: "ترهګرو ته د خوندي ځای د برابرولو د دوام په صورت کې به ډېر څه له لاسه ورکړي."

خو ولسمشر له دې سره جوخت د پاکستان سیمه ییز سیال، هند وستایه او ویې هڅاوه چې په مالي او پرمختیایي برخه کې د افغانستان مرسته لا ډېره کړي. د جنوبي آسیا له پاره د ولسمشر ددې نوې ستراتېژۍ بېلابېل اړخونه او لنډمهالی او اوږدمهالی اغېز به لا هم څېړل کېږي.

ښاغلی مارکس وايي، ټرمپ د له یوه بل سره نغاړل شوې پوځي، سیاسي او ډیپلوماتیک تګلارې وړاندیز وکړ. هغه پاکستان ته سختې خبرې وکړې او ویې ویل "ترهګرو ته د خوندي ځای د برابرولو د دوام په صورت کې به ډېر څه له لاسه ورکړي." ټینګار یې وکړ چې "دا به بدل شي، او ژر به بدل شي."

پر دې مسلې د ښاغلي ټرمپ ټینګار چې د هند او امریکا اړیکي لا ښې شي او دا چې هند به د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره څه مرسته وکړی شي، لږترلږه نه یوازې دا چې د سیمې په اړه د امریکا پراخه تګلاره ښيي، بلکې پاکستان ته هم د خطر زنګ دی.

خو دې ته په کتو چې پاکستان پر افغان طالبانو د پام وړ اغېز لري، ځينې څېړونکي وایي که له پاکستان سره اړیکي خرابې شي دا به په سیمه کې هغه ستونزې چې ټرمپ یې غوڅول غواړي نورې هم ډېرې او پېچلې کړي.

مستقیماً افغانستان ته متوجه

د ښاغلي مارکس په وینا ولسمشر ټرمپ خپلې ټولې خبرې د "ټرمپ" انداز خبرو کې نغاړلې وې، د "بري"خبرې، پر دې ټینګار کول چې په افغانستان کې د امریکا جګړه د ملت جوړونې لپاره نه ده بلکې د ده په وینا "د ترهګرو د وژلو"لپاره ده. شک نشته چې د دې خبرې په کولو یې موخه دا وه چې پخپله ده ته ورته سیاسي پلویانو ته یې چې بهرنۍ پوځي ښکېلتیا ته شک په سترګه ګورې ډاډ ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي تر پخوا اوس د افغان ځواکونو په لیکو کې نظم ښه شوی او اغېزمنتوب یې ډېر شوی.

هغه "بری" چې ولسمشر ټرمپ یې خبره کوي نویو هڅو او پوځي اقداماتو ته اړتیا لري چې کېدی شي د دغه لپاره هوايي ملاتړ چې له طالبانو سره د جګړې لومړۍ کرښه کې د افغان ځواکونو له مقاومت سره وکړي هم ډېر شي.

د افغان چارواکو لپاره هم ښاغلي ټرمپ سختې خبرې درلودې. د ښاغلي مارکس په وینا په ډلو وېشلی او په فساد ککړ افغان حکومت د ډیموکراتیکو ارزښتونو پوهاوي کې نور ماشوم نه دی.

ښاغلي ټرمپ وویل چې نه غواړي افغانانو ته وښيي څنګه حکومتداري وکړي. خو نژدې په همدغه ساه یې وویل واشنګټن به کابل ته سپین چک ورنه کړي. ده وویل"زموږ ملاتړ نامحدود نه دی...امریکایان د رښتینو اصلاحاتو، پرمختګ او پایلو تمه لري."

دې ټولو ته په کتو ویلی شو چې امریکا غواړي تر هغه په افغانستان کې پاتې شي چې د دوی په وینا شرایط ورته سم برېښېدلي نه وي. دا چې له دې سره به د افغانستان جګړه پر کومه درومي، توده به شي که به سوله راچټکه شي، د ستراتیژۍ د پلي کولو پر څرنګوالي پورې تړلې وي چې د ډونلډ ټرمپ په وینا کې یې له سپړلو ډډه شوې وه.