"امریکا ښايي پر ځینې پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګوي"

ایکسپرېس ټربیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي، پاکستان له امریکا مرستې ترلاسه کوي، خو له ترهګرو سره مرسته کوي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټربیون لیکي امریکايي چارواکو ویلي ښايي پر هغو پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګول شي چې له ترهګرو سره اړیکي لري.

په راپور کې ویل شوي د دغو چارواکو نوم نه دی ښودل شوی او زیاتوي داسې ویل کیږي چې دغه احتمالي بندیزونه د سیمې لپاره دامریکا د نوې تګلارې یوه برخه ده.

د ورځپاڼې په راپور کې د یوه امریکايي چارواکي هغه خبره هم یاده شوې چې ویلي یې دي امریکا پاکستان ته ډیر صبر کړی، خو تر اوسه یې د دوی له اړخه سمې کړنې نه دي لیدلې.

راپور په افغانستان کې د هند فعالیتونو او په دې برخه کې د پاکستان اندیښنو ته هم اشاره کوي، خو په ځواب کې د امریکايي چارواکو دې خبرې ته اشاره شوې چې وايي هند په افغانستان کې پوځي اډې نه جوړوي او نه هم دغه هېواد ځواکونه استوي چې پاکستان وګواښي.

دغه چارواکي د ګواښ په بڼه ویلي که پاکستان له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو پرځای له ترهګرو سره د اړیکو پر ټینګوالي تاکید کوي، نو بیا به امریکا هم د دوی انتخاب ته په کتو لارې چارې غوره کوي.

لاس انجلس:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د ډونلډ ټرمپ پر مهال په افغانستان کې تر ټولو ستر نااټومي بم هم وغورځاوه.

لاس انجلس ورځپاڼه د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا نوې تګلارې ته د انتقاد په سترګه ګوري او په یوه مطلب کې زیاتوي چې کله ډونلډ ټرمپ په ټاکنو کې نوماند و نو په افغانستان کې یې د چټکې بریا خبرې کولې.

ورځپاڼه زیاتوي، خو کله یې چې د تیرې دوشنبې په ورځ خپله تګلاره ډاګیزوله ژمنه یې وکړه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه به یوه ورځ د جوړجاړي له لارې پای ته رسیږي، خو دا په هغه وخت کې چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو هڅې بریالۍ وي، هغه څه چې د ورځپاڼې په نظر ډیر وخت به ونیسي.

ورځپاڼه زیاتوي په ځای د دې چې دغه تګلاره غوڅه بریا د امریکا په برخه کړي، هدف یې داسې ښکاري چې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته ووایي امریکا له افغانستانه نه ووځي او افغان حکومت به یواځې نه پریږدي.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډونلډ ټرمپ ستراتیژي کې د افغاڼ ځواکونو پیاوړي کول او سمبالولو هم راځي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې تګلارې په تړاو د سعد محسني یوه مقاله خپره کړې.

په دغه مطلب کې ویل شوي دا چې د نوې تګلارې یو هدف دا دی چې ترهګرې ډلې د امریکا پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي، د مطلب لیکونکی ټینګار کوي چې د ترهګرو ډلو د مخنیوي چاره یواځې د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د ګډ کار په پایله کې شونې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی.

په دې مطلب کې د افغانستان امنیتي وضعیت ته کتنه شوې .

ورځپاڼه وايي طالبانو ته د ماتې ورکولو خبره په تکرار سره د پوځي او ملکي چارواکو له خوا کیږي، خو نه ده معلومه چې دا بریا به څنګه تر لاسه کیږي.