"د پاکستان لومړی وزیر د امریکا له فشار د خلاصون لپاره سعودي عربستان ته لاړ"

عُکاظ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان لنډمهال لومړیز وزیر شاهد خاقان عباسي

د سعودي عربستان ورځپاڼه عُکاظ لیکي چې د سعودي عربستان د پاچا ځای ناستي او ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره وکتل او "د اسلامي نړۍ او د نړۍ د وروستیو بدلونونو"په تړاو وغږیدل.

خو ځینې پاکستانیو ورځپاڼو د ځینو سرچینو په حواله رپوټ ورکړی چې ښاغلي عباسي د امریکا له خوا پر دغه هېواد له کیدونکي فشار د ځان د خلاصون په موخه د سعودي عربستان د مرستې تر لاسه کولو لپاره دغه هېواد ته تللی.

سعودي عربستان ته د ښاغلي عباسي سفر د پاکستان د ملي امنیت د مهمې غونډې څخه یوه ورځ وړاندې ترسره کیږي، چې ټاکل شوې نن جوړه شي او پکې د امریکا پر نوې تګلاره بحث او خبرې وشي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی خلیلزاد په ملګرو ملتونو، عراق او افغانستان کې د امریکا سفیر و.

امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد یوه مقاله خپره کړې چې پکې د پاکستان په وړاندې د امریکا د اوسني دریځ ملاتړ شوی.

نوموړی وايي، د اوسنۍ کړنلارې مثبت ټکی دا دی چې د جګړې په ډګر کې قوماندانانو ته دا واک ورکوي چې په خلاص لاس له وضعیت سره چلند وکړي.

هغه د سولې د خبرو په اړه د ډونلډ ټرمپ د تګلارې ستاینه کوي او زیاتوي د مخکېني ولسمشر بارک اوباما اپوټه په دې تګلاره کې وضعیت ته په کتو د سولې هڅو ته ځای ورکړل شوی.

ښاغلی خلیلزاد که څه هم د ښاغلي ټرمپ د نوي پلان ملاتړ کوي خو زیاتوي چې هغه باید په خپله ژمنه ولاړ پاتې شي او دې ته باید چمتو وي چې د ده د تګلارې ننګوونکو ته ځواب وویلی شي.

ښاغلی خلیلزاد لیکي که پاکستان په دې برخه کې مخالفت وکړ نو امریکا ته پکار دي چې پر هغو پاکساني پوځي او استخباراتي چارواکو مالي او د سفر بندیزونه ولګوي چې د ترهګرو او سخت دریځو په ملاتړ کې نېغ رول لري.

هغه لیکي واشنګټن دې دغه راز پر پاکستان خپلې مرستې بندې کړي او پاکستان دې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد اعلان کړي.

هندوستان ټایمز ورځپانې د هغو یو شمیر امریکايي سناتورانو خبرې را اخستې چې وايي پر پاکستان دې د امریکا کلنۍ مرستې بندې شي او د ناټو له اډانې د باندې د لوی ملګري هېواد صفت دې هم ترې واخیستل شي.

ایکسپرېس ټریبیون:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که د ترهګرو له ملاتړ لاس نه اخلي، تاوان به وکړي.

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټریبیون په خپله سرمقاله کې ټینګار کوي چې جګړه د افغانستان د مسلې حل لار نه ده.

ورځپاڼه په دې نظر ده چې اوس د افغانستان لپاره لوی خطر اسلامي دولت ډله ده نه طالبان.

ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه وايي د کشالې د حل لار دا ده چې مخالفین په واک کې شریک کړل شي او دا چاره د ورځپاڼې په وینا د سولې د خبرو له لارې ممکنه ده نه د جګړې له لارې.

همدا ورځپاڼه د ځینو سرچینو په حواله لیکي چې پاکستان امریکا ته ویلي چې د دغه هېواد حکومت د اسلام اباد په وړاندې د ویرولو او زور کړنلاره بدله نه کړي نو پاکستان به د افغانستان د پخلاینې په بهیر کې خپلې هڅې بندې کړي.

دغو سرچینو ویلي د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې د امریکا حکومت ته ویل شوي چې پاکستان به د سوله ییز افغانستان لپاره خپله ستراتیژي د خپلو ملي ګټو په رڼا کې چمتو کړي.

اینډیپنډینټ:

د انځور حقوق Getty Images

د برتانیا اینډیپنډینټ ورځپاڼې د هغو هېوادونو چې ډېر او د هغو چې لږ شمیر کډوال قبلوي یو نوملړ خپور کړی.

په دې ډله کې ایس لنډ او نیوزیلانډ هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډیر کډوال قبلوي او مقدونیا، مونتینیګرو او هنګري هغه هېوادونه دي چې تر ټولو لږ کډوال مني.

د ۱۳۸ هېوادونو په دې نوملړ کې بریتانیا ۳۸ ځای لري.