قطر له ايران سره ډيپلوماتيک اړيکي بيا پيل کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د قطړ بهرنيو چارو وزير شيخ احمد بن عبدالرحمان آل ثاني

قطر له ايران سره د بشپړو ډيپلوماتيکو اړيکو بيا پيلولو اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شيخ احمد بن عبدالرحمان آل ثاني له خپل ايراني سيال جاويد ظريف سره وکتل.

د دغه هېواد دا اقدام د هغو عربو هېوادونو د غوښتنو په خلاف دى چې وايي قطر دې له ايران سره اړيکي محدود کړي.

قطر په ٢٠١٦ م کال کې خپل سفير وروسته له هغه بېرته وغوښت، چې د يوۀ شيعه عالم د اعدام په غبرگون کې، په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت بريد وشو.

قطري چارواکي وايي اوس غواړي په ټولو برخو کې له ايران سره دوه اړخيز اړيکي بيا پياوړي کړي.

ايران له قطر سره په داسې مهال کې مرستې ته ورودانگل چې د سعودي په گډون پياوړيو گاونډيانو يې ورباندې له تېر جون راهيسې سوداگرييز او سفري بنديزونه لگولي دي.

سعودي عربستان، عربي امارات، مصر او بحرين پر قطر تور پورې کړى چې گواکې د منځني ختيځ په لر او بر کې د ترهگرو ملاتړ کوي، خو قطري چارواکو دا تورونه په ټينگه رد کړي دي.

دغو هېوادونو د قطر حکومت له ايران سره په خورا ډېر نژدېوالي هم تورن کړى دى. سعودي پر ايران تور پورې کوي چې په سيمه کې د خپل نفوذ د غځولو هڅې کوي.

قطري چارواکو لا نه دي ويلي چې سفير به يې کله بېرته تهران ته ستون شي.

عرب هېوادونه قطر ته ولې نرم شول؟

قطر د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې

د قطر کړکېچ اوښانو ته هم زیان رسولی

سعودي عربستان او ملګرو یې د يادو تورونو له امله له قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې او د بېرته عادي کېدو په پار یې ورته ۱۳ شرطونه وړاندې کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير

په په یادو شرطونو کې د اخوان المسلمین له ملاتړه لاس اخیستل، د الجزیرې تلوېزیوني شبکې تړل، له ایران سره د اړیکو کمول، د قطر په خاوره کې د ترکیې د نظامي اډې تړل او نور شامل و. خو قطر دغه وړانديزونه رد کړي او هغه يې په خپلو کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

د سعودي په مشرۍ د څلورو هېوادونو ټلوالې گواښ کړى که قطر یې شرطونه و نه مني، نو پرې لګول شوي بندیزونه به لا سخت کړي.

ورته مطالب