یوې ښځې ۷۵۸ میلیونه ډالر وګټل

د انځور حقوق .
Image caption دې مېرمنې له ۳۲ کلونو راهیسې یو طبي مرکز کار کاوه.

د امریکا یوې مېرمنې د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو لویه پچه یا لاټري وګټله، چې ۷۵ کروړه او ۸۰ لکه(۷۵۸) میلیون ډالر کېږي.

نوموړې د دې پیسو په ترلاسه کولو سره اول کار دا وکړ چې دنده یې پرېښوده.

میوس ونسزیک ۵۳ کلنه او د دوو بچیانو مور ده.

* کاناډايۍ جوړې درې ځلې لاټري وګټله

* تراوسه د نړۍ تر ټولو شتمن سړی څوک دی؟

مېرمن ونسزیک وایي، د میسا چوسټس ایالت د چیکوپي ښار په یوه تېل پمپ کې یې د لاټرۍ ټیکټ اخیستی و.

د میسا چوسټس ایالت د پچې یا لاټرۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پچه د چهارشنبې په ورځ اعلان شوې او پیسې یې ګټونکې ته رسولې دي.

د لاټرۍ یوه چارواکي دا مېرمن "د میساچوسټس لومړنۍ بېلګه اوسېدونکې" وبلله.

تر ټولو لویه لاټري

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوموړې وویل غواړي اوس ارام وکړي.

مېرمن ونسزیک خبریالانو ته دا هم وویل چې د خپلې بچې شمېرې یې د خپلوانو د مختلفو زوکړو د نېټو له مخې اخیستې وې.

د دې د لاترۍ ټیکټ ۶، ۷، ۲۳، ۲۶، او ۴ و.

میوس ته د دې شتمنۍ د مالیې او نور لګښت وروسته ټولې ۴۴ کروړه او ۳۳ لکه(۴۴۳ میلیونه او ۳ لکه) ډالر پاتې شول.

د امریکا تاریخ کې یو کس ته په لاټرۍ کې دا وتلې پیسې تر ټولو ډېرې دي.

له دې مخکې او د تېر کال جنورۍ کې تر ټولو لویه پچه یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالره وه، خو هغه پیسې دریو کسانو ته په ګډه وتلې وې.

ر د انځور حقوق WBZ-TV)
Image caption میوس ونسزیک وايي یوه تېل پمپ کې یې د لاټري ټیکټ اخیستی و.

نوموړې په یو طبي مرکز کې له ۳۲ کلونو راهیسې کار کاوه او وايي.

خو له رسنیو سره خبرو کې یې وویل، د دې پچې له ګټلو سملاسي وروسته یې خپله دنده پرېښودله.

"ما دوی ته زنګ وواهه او ورته ومې ویل بیا کار ته نه راځم".

* شتمن خلک ولې کار کوي؟

* بیل ګېټس ښايي د نړۍ لومړنی تریلیونر شي

* يو سلنه شتمن خلک د نړۍ٪ ۹۹ شتمني لري

د یوې پوښتنې په ځواب کې میوس وانسزیک ویلي، لومړنی کار یې دا دی چې کراره کېني او ارام وکړي:

"غواړم په بستره کې کرار واړوم".

هغې زیاته کړه: "زما لوی خیال و او خوب و چې ریښتیا شو".

د موټر پور ور کول

د انځور حقوق EPA
Image caption کلیفورنیا کې خلک د پچې ټیکټ اخلي.

خبریالانو وپوښتله چې د دې دومره ډېرو پیسو په لرلو سره به اوس کوم کار کوي، کوم ګرانبیه موټر خو به نه اخلي؟

هغې په ځواب کې وویل، چې له کال کم وخت کېږي چې یو نوی ګاډی یې پېرلی او اوس به یې اول کار دا وي چې ټول پور یې په یو وار ور کړي.

له دې لاټرۍ ۵۰ زره ډالر د ټیکټونو پلورونکي ته ور کړل شوي او د تېل پمپ څېښتن باب بالبک وايي، چې دا پیسې خیراتي ادارې ته ور کوي.