هند: مذهبي مشر په جنسي تېري تورن شوی، تاو تریخوالي کې ۲۳ کسان وژل شوي دي

هند د انځور حقوق AFP

د هند شمال کې د جنسي تېرې یوې قضیې کې د یوه مشهور مذهبي مشر له تورن پېژندل کېدو وروسته د هغه لارویانو لاریون کړی او تاوتریخوالي پېښو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

داسې ګومان کېږي، چې وژل شوي کسان د مذهبي مشر ګورمیت رام رحیم سینګ لارویان دي. د نوموړي قهریدلي لارویان چنديګړ ښار ته نژدې پنچکلا سیمه کې یو ځای شوي وو. د پولیسو په وینا د دغه مذهبي مشر لږ تر لږه ۲۵۰۰ پلویان نیول شوي دي.

د انځور حقوق .
Image caption ګورمیت رام رحیم سینګ ادعا کوي چې د نړۍ لر او بر کې ۶۰ میلیونه لارویان لري

له دې مخکې د نوموړي لارویانو ګاډي په تېږو ویشتلي وو او د رسنیزو ادارو ګاډو ته یې اور ورته کړی و.

دوی ادعا کوله، چې مشر یې بې ګناه دی. د جمعې ورځې له پرېکړې مخکې د نوموړي نژدې ۲۰۰ زره پلویانو د چنديګړ ښار پر لور لاریون کړی و. سینګ چې ادعا کوي میلیونونه لارویان لري، پر دوو ښځو د جنسي تېري قضیه کې تورن پېژندل شوی دی.

پېښه ۲۰۰۲ کال کې د نوموړي لخوا رامنځته شوي مرکز کې شوې وه، چې د (دېره سچه سودا) نوم ورکړل شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption قهریدلو لاریونیانو د رسنیزو ادارو پر ګاډو ګوزارونه کړي

چارواکي وايي، سیمې ته د پوځ، پولیسو او ملېشه ځواک زرګونه سرتېري لېږل شوي دي. پنچکلا سیمه کې د بي بي سي خبریال روېندر سینګ روبین وايي، امنیتي ځواکونو اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړی او د کنترول لپاره یې د خلکو پر ګڼه ګوڼه اوبه شېندلې دي.

د سیمې پولیسو مشر بي ایس سندهو ویلي اوس یې حالت کابو کړی دی. د چندیګړ ښار او پنجاب ایالت په ځینو سیمو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی او انټرنېټي خدمات ځنډول شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي دي د تاوتریخوالي څپه پلازمېنې ډیلي ته هم رسېدلې ده او دغه ښار کې د اورګاډي دوه کابینونه سوځول شوي دي.

د محکمې له پرېکړې وروسته ۵۰ کلن ګورمیت رام رحیم سینګ پوځیانو یوه خوندي ځای ته لېږدولی دی. ویل کېږي محکمه به د دوشنبې پر ورځ د نوموړي لپاره ټاکل شوې سزا اعلان کړي.

د انځور حقوق NARENDER KAUSHIK
Image caption ګورمیت رام رحیم سینګ له دې مخکې تمثیل کړی، سندرغاړی او فلم جوړونکی هم و
  • د پنجاب اعلی وزیر امریندر سینګ د هریانه ایالت پر اعلی وزیر له دې کبله نیوکه کړې، چې په وینا یې چندیګړ ته یې د سینګ زرګونو لارویانو ته د سفر اجازه ورکړې.
  • چندیګړ د دواړو ایالتونو مرکزي ښار دی. اوس د دواړو ایالتونو تر منځ د تګ راتګ لار تړل شوې ده.
  • سینګ د ۱۰۰ ګاډو یوې قافلې کې چندیګړ ته نژدې پنچکلا سیمه کې محکمې ته ورسېد.
  • چارواکو ویلي د سیمې ښوونځي رخصت وو، د اورګاډو تګ راتګ په ټپه ولاړ و او درې لوبغالي د موقت زندان په توګه د کارول کېدو لپاره ځانګړي شوي وو.