يوه کورنۍ چې د نورو په څېر نه ده
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

يوه کورنۍ چې د نورو په څېر نه ده

ډېر به په دې اړه خوب او خیال لري چې ورځنۍ دندې او مسئوليتونه پرېږدي، او د نړۍ په ننداره او چکر لاړ شي. يوې جوړې ۱۷ کاله مخکې همداسې کړي، او له هماغه راهيسې، خپل کور ته ستانه شوي نه دي. دې جوړې د ۲ زرم کال جنورۍ کې ارجنټين کې خپل کور پرې ايښی و. له هماغه راهيسې چې دوی له لويو وچو تېرېدل، څلور ماشومان یې زېږولي دي. اوس نژدې دوه لسيزې وروسته دا ارجنټينۍ جوړه دلته بریتانيا کې ده، او بي بي سي هم ورسره خبرې کړې دي.