پاکستان کې د نفوسو شمېر له ۲۰۷ میلیونو ډېر شوی

پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې دا وروستیو کې سر شمېرنه ترسره شوې

پاکستان کې دا وروستیو کې د ترسره شوې سرشمېرنې لومړنۍ پایلې اعلان شوې، چې ښيي د دغه هېواد نفوس له ۲۰۷ میلیونه وګړو ډېر دی. دغه پایلې ښيي، چې تېرو ۱۹ کلونو کې د دغه هېواد نفوس کې ۷۵ میلیونه کسان ډېر شوي دي.

د پاکستان احصایې مرکزي ادارې په رپوټ کې د پاکستان ټولټال نفوس ۲۰۷ میلیونه اووه سوه څلور اویا زره کسان بلل شوی دی.

د نوې سر شمېرنې لومړنیو پایلو له مخې پاکستان کې د ښځو او نارینه وو، نفوس نژدې یو برابر دی، خو د ښځو پرتله د نارینه وو شمېر ۵۱ سوه زره ډېر دی.

د بي بي سي خبریال فرحت جاوید په رپوټ کې ویل شوي دي، چې د سر شمېرنې دغه پایله د جمعې پر ورځ د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ یوه غونډه کې د تایید لپاره وړاندې شوې ده.

د وېش دروازه له اوږد ځنډ وروسته پرانيستل شوه

د پاکستان دفاع وزير: پر ډيورنډ کرښې سرغړونو ته به مناسب ځواب ووايو

افغان پلاوی: پاکستاني ځواکونو څو ځایه د افغانستان پر خاوره تېری کړی

سر شمېرنه کې لومړی ځل نر ښځي هم شامل کړل شوي او په هېواد کې یې شمېر ۱۰۴۱۸ کسان بلل شوی دی. پنجاب کې د نر ښځو شمېر تر ټولو ډېر نژدې اووه زره کسان او تر ټولو لږ شمېر په قبایلي سیمو کې دی، چې ویل کېږي ۲۷ کسان دي.

د سر شمېرنې پایلې ښيي چې دغه هېواد کې د نفوس ډېرښت منځنۍ کچه دوه اعشاریه څلور سلنه وه. پنجاب او سند کې دغه کچه ټيټه شوې ده، خو بلوچستان، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې دغه کچه د تېر پر تله لوړه شوې ده.

د شمېرو له مخې د خیبر پښتونخوا نفوسو شمېر څه باندې ۳۷ میلیونه دی. په دغه ایالت کې د اوسېدونکو نارینه وو او ښځینه وو شمېر نژدې یو برابر بلل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا ۸۱ سلنه اوسېدونکي په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي. د قبایلي سیمو ټولټال اوسېدونکو شمېر پنځه میلیونه کسانو ته رسېږي. د سر شمېرنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د بلوچستان ایالت ټول نفوس نژدې ۱۳ میلیونو کسانو ته رسېږي.

د انځور حقوق AAMIR QURESHI
Image caption د نفوس له پلوه سند دویم لوی ایالت دی، چې د نفوس شمېر یې څه کم ۵۰ میلیونه دی.

سر شمېرنه دغه راز ښيي چې د ډېر نفوس له پلوه د نورو پرتله د پنجاب ایالت نفوس تر ټولو ډېر دی، چې د ټول هېواد د نفوس له نیمايي ډېره برخه (۱۱۰ میلیونه) په کې اوسي.

د نفوس له پلوه سند دویم لوی ایالت دی، چې د نفوس شمېر یې څه کم ۵۰ میلیونه دی. ویل شوي د سند ۵۲ سلنه اوسېدونکي ښارونو کې ژوند کوي.

تازه شمېرې وايي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې له ۲ میلیونو ډېر کسان ژوند کوي. په دغه سر شمېرنه کې د پاکستان تر کنترل لاندې کشمير او ګېلګیت بلتستان د نفوسو شمېر تر اوسه نه دی شامل شوی.

اړونده مطالب