چین پر شمالي کوریا تازه بندیزونه ولګول

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین ویلي له شمالي کوریا به کاني موادو واردت بند کړي

چین په دغه هېواد کې د شمالي کوریا د شرکتونو او وګړیو پر پانګونه نوي بندیزونه لګولي دي. د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي، تر دې وروسته به د شمالي کوریا له خوا په دغه هېواد کې د چین د دولت د پانګونې غوښتنې رد کړي.

چین پر شمالي کوریا نوي بندیزونه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې او د شمالي کوریا له خوا د نويو توغندیو د ازموینو په غبرګون کې لګولي دي.

روانه میاشت ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول چې کولای شي د دغه هېواد پر صادراتو ناوړه اغېز وکړي.

چین وايي، تر نویو بندیزونو وروسته به له شمالي کوریا څخه د ډبرو سکرو، کاني ډبرو، اوسپنې او سمندري خوړو واردات په ټپه ودروي.

په ورته وخت کې شمالي کوریا درې نور لنډ واټني توغندي هم ازمویلي دي، خو ویل کېږي چې توغونه یې ډېره بریالۍ نه وه.

د امریکا پوځ ویلي، شمالي کوریا درې لنډ واټني توغندي توغولي چې د دوو د توغونې تجربه ناکامه او د درېیم هغه یې په هوا کې هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې ده.

د امریکا پوځ زیاته کړې، د شمالي کوریا له خوا نوي توغول شوي توغندي د ګوام جزیرې ته، چې شمالي کوریا یې د په نښه کولو خبره کوي، ګواښ نه دي.

د شمالي کوریا د توغندي ازمویلو پر سر د دغه هېواد، ګاونډیو او امریکا ترمنځ لانجې ګونجې ډېرې کړې دي.

شمالي کوریا وايي، د تېرې ورځې درې توغندي یې د جنوبي کوریا او امریکا پوځ د ګډو تمرینونو په غبرګون کې توغولي دي.

د امریکا او جنوبي کوریا د پوځیانو پر ګډ مانور شمالي کوریا سخته غوسه ښودلې ده.

ورته مطالب