سندرغاړی 'پیر'

د انځور حقوق WWW.DERASACHASAUDA.ORG
Image caption ۱۹۹۰ کال کې سېنګ د سچا سودا نومي ډلې مشر شو

ګورمیت رام رحیم سېنګ د هند په هریانه ایالت کې ځان مذهبي مشر دی، چې د (دېره سچا سودا) نومې یوې مذهبي فرقې مشري هم کوي. نوموړی ته د خپلو کالیو او شخصیت له کبله د 'راک سټار ګرو یا مذهبي مشر ' نوم هم ورکړل شوی دی.

تېرو شپږو کلونو کې ښاغلي سېنګ خورا ګڼ مریدان موندلي چې د ده د ادعا له مخې میلیونونو ته رسېږي او سیاسي نفوذ یې هم ډېر شوی دی، خو دې سره سره هغه په ګڼو ناندریو کې ښکېل دی.

د انځور حقوق YOUTUBE
Image caption پر ښاغلي سېنګ داسې تورونه هم وو، چې خپل ۴۰۰ لارویان یې اړ کړي، چې خپل نارینه توب له لاسه ورکړي

د جمعې پر ورځ هغه ته د جنسي تېري په یوه قضیه کې محکمې سزا ورکړه. دغه قضیه ۲۰۰۲ کال کې پیل شوې وه. د هند فدرالي پولیسو هغه مهال د نوموړي خلاف د جنسي تېري په اړه پلټنه کوله، خو نوموړي دا یوازې تورونه بلل.

پر ښاغلي سېنګ داسې تورونه هم وو، چې خپل ۴۰۰ لارویان یې اړ کړي، چې خپل نارینه توب له لاسه ورکړي او دې سره به د هغه په وینا خدای ته نژدې شي. رام رحیم سینګ ۱۹۶۷ کال کې راجستان ایالت کې زېږېدلی و.

هند کې د رومیانو دولتي بانک

هند کې د غواګانو وزارت پر جوړولو غور کېږي

۱۹۹۰په کال کې هغه د سچا سودا نومي ډلې مشر شو او هریانه ایالت کې یې فعالیت پیل کړ.

دغه تنظیم په سرسا سیمه کې یو خورا پراخ مرکز لري او د هېواد په لر او بر کې یې ګڼ معبدونه دي. تېرو څو کلونو کې نوموړي ځان د ټولنې اصلاح کونکي په توګه وړاندې کړی او د وینې ورکړې او پاکي صفايي کمپاینونه یې هم تر سره کړي دي.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption سېنګ تېرو کلونو کې د فلمونو له لارې د تمثیل هنر څرګندولو هڅې هم کړې دي.

۲۰۱۰ کال کې نوموړي یوه ډله ییز واده کې ګډون کړی و، چې په کې یې ۱۰۰۰ مریدانو له بدلمنو ښځو سره ودونه کړي وو.

د هغه پر شخصي وېبپانه د نوموړي په تړاو ډېرې لویې ادعاوې شوې دي. دغه پاڼه ښاغلی سېنګ ( روحاني مشر، بشرپال، سندرغاړی او الراونډر لوبغاړی) بولي. هغه په یو شمېر سندریزو ویډیويي کلیپونو کې هم لیدل کېږي.

نوموړي تېرو کلونو کې د فلمونو له لارې د تمثیل هنر څرګندولو هڅې هم کړې دي.

۲۰۱۵ کال کې یې 'ایم ایس جي - مسینجز اف ګاډ ' نومي فلم نندارې ته وړاندې کړ. د هغه فلم سندرې، موسیقي یې خپله ترتیب کړې وه او لارښوونه کې یې هم همکار و. یو کال وروسته نوموړي همدغه فلم په نوې بڼه بیا وړاندې کړ.

دغه فلم کې هغه داسې حال کې لیدل کېږي، چې په یوازې سر له فضايي مخلوقاتو، بلاګانو او فیلانو سره جګړه کوي او د ټولنې مسایل حل کوي.

نوموړی ډېری مهال درنه او ځلانده ګاڼه پر غاړه ګرځوي، چې له دې کبله یې (زیور والا بابا) بولي او د رنګارنګ کالیو اغوستو او سندرو ویلو له کبله 'راک سټار بابا ' نوم هم ورکړل شوی دی.

د دېره سچا سودا ډلې له لوري ادعا کېږي، چې نوموړی ټوله نړۍ کې له ۴۰ میلیونو ډېر لارویان لري، خو دغه ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د هند په هریانه او پنجاب ایالتونو کې د نوموړي ګڼ لارویان شته

د هند په هریانه او پنجاب ایالتونو کې د نوموړي ګڼ لارویان شته او ښاغلی سېنګ په سیاست کې هم فعال دی. د هند کانګریس ګوند یوه مشر هرمندر سینګ جسي لور د ګورمیت رام رحیم سینګ له زوی سره واده کړی دی. ۲۰۱۷ کال کې نوموړي په خپل ایالت کې د اپوزیسیون ګوند ملاتړ اعلان کړ.

۲۰۰۷ کال کې نوموړي د سیکانو مذهبي مشر ګرو ګوبند سینګ غوندې کالي اغوستي و، چې له کبله یې سیکانو ناخوشي څرګنده کړه او ۲۰۱۵ کال کې بیا د هندوانو یوه سازمان د نوموړي خلاف رسمی شکایت کړی و، چې د دوی د یوه خدای وشنو بڼه یې خپله کړې وه.

دې سره هم نوموړی ګڼ پلویان لري، چې سیاستوال هم په کې شته. واکمن بهارتیه جنتا او کانګریس ګوندونو هم په تېر کې د نوموړي ملاتړ کړی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب