ښځې باید څه واغوندي، څنګه ژوند او فکر وکړي، واک یې باید د چا وي؟

د انځور حقوق .
Image caption د مس ویټ قضیې کې محکمې ته ویل شوي و، چې د ویټ په ګډون یو شمېر کمپنیو سیالۍ کې د ګډون لپاره نجونو ته لیکلي پیغامونه لېږلي وو

''که نجونې لنډ کالي واغوندي او له کوره بهر ووځي، که له بدنه وېښته لرې کړي، لوڅې لیچې او لینګي نندارې ته وړاندې کړي، نو د نارینه وو پام خو به ورته اوړي که نه! ''

دا په لال جومات پورې د اړوندې ادارې 'شهدا فاونډېشن ' د مشر او مدافع وکیل طارق اسد دریځ دی. نوموړي له اسلام اباد سترې محکمې غوښتي چې د ښکلا سیالۍ 'مس ویټ 'او پر نورو هغو سندریزو خپرونو بندیز ولګوي، چې ټلویزیونونه یې خپروي.

نوموړی وايي دغه چارې له اسلامي ارزښتونو سره ټکر کې دي. له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي ویلي:

''ګورئ، دغه پروګرامونه نجونو ته ورزده کوي، چې خپلواکې شي او په خپله خوښه ژوند وکړي، دا خو یوازې لوېدیځه اجنډا ده. ''

نوموړې زیاته کړه:

''اسلام ښځو ته د پردې حکم کوي، خو دغو خپرونو کې هلکان له سره تر پښو نجونې سینګاروي، دا ناسم کار دی که نه!

اسلام خو نجونو ته اجازه نه ورکوي، چې له نا محرمو هلکانو سره په لاس روغبړ وکړي، نه داسې کومه اجازه ورکوي، چې له سینګاره وروسته بهر ته ووځي او بیا پردي سړي ورته وګوري. ''

له دغه ډول دریځ سره دا پوښتنه راپورته کېږي، چې ایا د ټولنې یوه برخه کسان له مذهب نه په کار اخیستو د ښځو د بدن او فکر واګې تر لاسه کولای شي؟

د انځور حقوق .
Image caption ''اسلام ښځو ته د پردې حکم کوي، خو دغو خپرونو کې هلکان له سره تر پښو نجونې سینګاروي، دا ناسم کار دی''

د ښځو حقونو یو شمېر فعالان په دې اند دي، چې د ښځو د ژوند بېلا بېلو اړخونو د کنترولولو هېلې تر شا هغه احساس پروت دی چې ښځه تر نارینه د کم حیثت لرونکې بولي.

د پاکستان جمیعت علمای اسلام ښځې انتخاباتو ته هڅوي

''پاکستان د ښځو حقونو کې کوم ښه والی نه دی راغلی''

د واده وړانديز ردولو له امله يوې ښځې پر سړي تېزاب پاشلي

لیکواله عایشه سروري له بي بي سي سره په دې تړاو خبرو کې ویلي:

'' له پېړیو راهیسې نارینه وو د شتمنۍ تر لاسه کولو او یا د خپل حوس لپاره د ښځو ژوند کنترول کړی دی.

دا د ښځې بنسټیز حق دی، چې ژوند په خپله خوښه وکړي، هغسې کالي واغوندي یا فکر وکړي، چې خوښ یې وي او دا حق پلار، ورور یا مېړه ته نه شي ورکولای او نه یې باید ورکړي. هېڅوک باید ترې دا حق وانخلي. ''

د انځور حقوق .

د اسلام اباد یوه اوسېدونکې سندس وايي:

''دا ډېر بې ځایه فکر دی، چې نجونې دې له سینګار کولو وروسته له کوره نه وځي، ځکه بیا به نارینه زیان ورواړوي. د دې معانا خو دا شوه، چې پاکستان کې چې هره ورځ د کورني تاوتریخوالي یا غیرت په نامه ښځې وژل کېږي د دې مسوولیت خپله د ښځو پر غاړه دی؟

دا خو هغه خبره شوه، چې هند کې یوه سړي ویلي و، ځکه یې پر یوې نجلۍ جنسي تېری کړی، چې د هغې کالي لنډ و. ''

روبینه بیا وايي:

''زه غواړم د نورو پر ځای د ځان لپاره ښایسته ښکاره شم، زه دفتري کار کوم او هڅه کوم پر ځان پام وکړم، ځکه دا مې حق دی. ''

مس ویټ

دغې قضیې کې محکمې ته ویل شوي و، چې د ویټ په ګډون یو شمېر کمپنیو سیالۍ کې د ګډون لپاره نجونو ته لیکلي پیغامونه لېږلي وو، دوی د نجونو شمېرې څنګه تر لاسه کړې دي؟

د انځور حقوق .

عایشه سروروي دې لړ کې وايي:

''دا د مخابراتو سیکتور قوانینو اړوند موضوع ده، خو تر کومه ځایه چې د حقونو خبره ده، د یوې ښځې او دولت تر منځ یوه هوکړه شته چې له مخې یې باید دولت د نورو اتباعو په څېر د ښځې د حقونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي. ''

نوموړې وايي:

''ښځو ته د مساوي حقونو خبره اوس یوازې یو ارمان نه دی، بلکې پر حقیقت بدلیدونکی دی او داسې حالت کې پاکستانيو ښځو ته په سپکه کتل او یا د خپلو پرېکړو کولو واک نه ورکول د بنسټیزو حقونو تر پښو لاندې کولو په معنا دي. ''

ګڼ ماهرین په دې اند دي، چې د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره قوانین چمتو کېږي، خو ټولنیزې رویې کې د بدلون له هڅو پرته د ښځو حقونو تر پښو لاندې کېدو مخنیوی ناشونی دی.

اړونده مطالب