د امنیت ښه کولو په پار د افغانستان او پاکستان هوکړه

افغانستان او پاکستان د انځور حقوق .
Image caption د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان د پوځ مشر دغه وړاندیز منلی دی.

د افغانستان او پاکستان لوړپوړو پوځي چارواکو هوکړه کړې چې سیمه کې د امنیت د ښه کولو په موخه، ګډې کاري ډلې جوړې کړي.

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې دغه هوکړه د څلورو هېوادونو پاکستان، چین، تاجکستان او افغانستان د لوړپوړو پوځيانو د ناستې په څنډو کې شوې.

له ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ د میکانیزم او همغږۍ څلوراړخیزه ناسته پر یکشنبه (د وږي ۵) د تاجکستان دوشنبه ښار کې پیل شوه.

د افغانستان په استازولۍ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي ګډون کړی و.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغې غونډې په ځنډو کې د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان د پوځ مشر ته وړاندیز کړی چې ګډه کاري ډله جوړه کړي.

جنرال قمرجاوید باجوه ویلي له دې کاره یې موخه دا ده چې د ګډو اندېښنو پر وړاندې امنیتي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان د پوځ مشر دغه وړاندیز منلی دی او په سیمه کې یې د سولې د راوستو په لار کې د ښاغلي باجوه هڅې ستایلې دي.

د امنیتي چارواکو دا څلور اړخیزه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوې تګلاره کې په پاکستان کې د "ترهګرو"د شتون په اړه د جدي ګامونو د پورته کولو خبره وکړه.

پاکستان دغه تورونه رد کړي خو افغان دولت د پاکستان پر وړاندې د امریکا د نوې تګلارې ملاتړ کړی دی.