پرهندي ګورو لس کلن قید وخوت
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پرهندي ګورو لس کلن قید وخوت

هغه هندی ګورو، چې د جنسي تېري په اړه محاکمې یې نښتې وپارولې د لسو کالو په مخه بندي شو.

د هند په شمال کې، یوې محکمې هغه ګورو یا مذهبي مشر ته لس کلنه بند سزا ورکړې ده چې، پر خپلو دوو ښځینه لارویانو یې جنسي تېری کړی دی.

تېره اوونۍ چې کله، ګورميت رام رحیم سنګ، په دې جرم پړ وپېژندل شو نو نښتې وشوې او ۳۸ کسان ووژل شول.