چین: د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د ستراتیژۍ له امله امریکآيي پوځ افغانستان کې ډېرېږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان لپاره د چین د حکومت ځانګړي استازي (ډېنګ ژیجون) تېره غرمه د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیالې سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر سیمه ییزو او نړیوالو هلو ځلو بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د چین سفیر د هغو ټولو هڅو ملاتړ وکړ چې پاکستان یې په افغانستان کې د ثبات لپاره کوي، او پر دې خبره یې هم ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي، او د دې خبرو مشري هم باید افغانان پخپله وکړي.

ورځپاڼه وایي، د چین استازي دا هم ومنله چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني حکومت د کړنو او هلو ځلو ستاینه وکړي.

دواړو خواو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د سولې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او دا ځکه چې په دې سیمه کې سوله او ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty Images

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د افغانستان پر ځینو غرنیو سیمو د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه یوه لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې د مرکزي ولایت بامیان مثال ورکړل شوی.

ورځپاڼه وایي چې دا سیمه له ښاري ګڼې ګوڼې لرې ده، د غرونو او چینو اوبه د کروندې لپاره کارول کېږي او خلک یې یوازې د غنمو او کچالانو کرونده کوي.

خو اوس دا څو کله کېږي چې د اقلیمي بدلون له کبله پر غرونو پرته واوره تر وخت د مخه وېلې کېږي.

دا په دې مانا ده چې اوبه هم تر وخت د مخه په سیندونو او چینو کې راځي، او تر هغې چې کروندګر خپل فصلونه چمتو کوي، اوبه تقریباً ختمې شوې وي.

ورځپاڼه د چاپیریال ساتنې د ادارې د چارواکو له قوله لیکي چې د سیمې خلک که څه هم نالوستي او ښایي د اقلیمي بدلون له اصطلاح سره بلد نه وي، خو په دې پوهېږي چې په تېرو لسو کلونو کې د بارانو او د هوا نظام ګډوډ شوی دی.

د سیمې کروندګر وایي، له یوې خوا باران د پخوا پرتله کم شوي، او بله دا چې که باران کېږي هم نو پر خپل وخت نه کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان ته بیخي ډېرې پیسې راغلې، خو دا ټولې مالي مرستې په لنډمهاله پروژو ولګول شوې او افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې اوس هم له جدي ګواښ سره مخ دی.