درې ګونی طلاق: هندي مسلمانو ښځو د طلاق دعوی څنګه وګټله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې پېښې هم لیدل شوي چې ځینو نارینه وو له سکایپ، وټس اپ یا فیسبوک څخه هم د طلاق لپاره کار اخیستی دی.

د هند سترې محکمې پرېکړه کړې چې په اسلام کې د فوري طلاق ناندرییزه رواج د هند له اساسي قانون سره سمون نه لري. د بشري حقونو فعالینو دا پرېکړه د یو ستر بریالیتوب په توګه ستایلې، خو په ډیلي کې د بی بي سي خبریاله ګیتا پانډي وايي، ددې حقوقي دعوی ګټل اسانه نه و.

ډېر کلونه، د هند مسلمانو ښځو شکایت کاوه چې تل په دې وېره کې ژوند تېروي چې کېدای شي په څو ثانیو کې له خپل کوره وشړل شي،ځکه که یو مسلمان سړی وغواړي،کولای شي فقط درې ځلي د'' طلاق'' کلیمې په ویلو سره د کلونو واده پاې ته ورسوي.

د '' درې ګوني'' فوري طلاق رواج د ختمولو لپاره په هند کې څو لسیزې وړاندې یو کمپاین پیل شوی و.

خو دا کمپاین تېر کال هغه مهال ګړندی شو چې د دوو اولادونو یوه ۳۵ کلنه مور سترې محکمې ته ورغله اود عدالت غوښتنه یې وکړه.

د سایره بانو په عریضې کې، چې د ۲۰۱۶ په فبروري کې محکمې ته سپارل شوې وه، ویل شوي چې د هند په شمالي ایالت اوتهرکنډ کې د طبي درملنې لپاره د خپلو والدینو کور ته ورغلې وه، چې د میړه لخوا یې په اصطلاح د طلاقنامې یو لیک ترلاسه کړ او په هغې کې ویل شوي و چې غواړي طلاقه یې کړي.

چیچنیا حکومت طلاق شوې ښځې بېرته له مېړونو سره یو ځای کوي

له کوترو سره مینه: مېرمنې له مېړونو طلاق اخلي

هند: د مسلمانانو پر درې ګوني طلاق بندیز لګول شوی

دغې ښځې هڅه کړې وه چې خپل میړه ته چې ۱۶ کاله یې ورسره ګډو ژوند کړی و او په اله اباد ښار کې اوسیده، په تماس کې شي خو نه وه بریالۍ شوې. د خپلو ماشومانو د لیدلو اجازه هم ورته نه وه ورکړل شوې.

په خپلې عریضې کې هغې د ددغه دود د بشپړ بندولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې دا کار مسلمانو سړیو ته اجازه ورکوي چې خپلو ښځو سره داسې چلند وکړي لکه چې له خپل '' مال او شتمنۍ'' سره یې کوي.

هغې له محکمې څخه دا هم وغوښتل چې د حلاله دود ( چې طلاق شوې ښځه باید له یو بل سړي سره واده وکړي ددې لپاره چې وکولای شي بېرته خپل پخواني مېړه ته لاړه شي ) او د ګڼوښځو درلودل( په هند کې مسلمانان کولای شي څلورښځې ولري) هم غیرقانوني کړي.

هغې استدلا وکړ چې دا دودونه '' غیرقانوني، د اساسي قانون خلاف، له تبعیض او توپیره ډک او د جنسيتي عدالت د عصري اصولو خلاف دي''.

طلاق د اسلام له نظره

اسلامي عالمان وايي په قرآنکریم کې په واضح ډول د طلاق په اړه لارښوونې شوې- طلاق باید د درې میاشتو په ترڅ کې ترسره شي چې میړه او ښځه د فکر کولو او روغې جوړې لپاره کافي وخت ولري.

خو د پېړیو پیړیو لپاره، د روحانیونو په تایید سره دا ناندره ییزه درې ګونی فوري طلاق- چې د طلاق بدعت په نامه هم یادیږي- په هند کې دود شوی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښځو حقونو فعالانو د سترې محکمې پرېکړې هرکلی کړی دی

بدعت د یو نوي دود رامنځته کول دي چې په فارسي ژبه کې ''ګناه'' ته وايي. د درې ګوني طلاق دود مسلمانو سړیو ته اجازه ورکوي چې درې ځله د '' طلاق طلاق طلاق'' په ویلو سره خپلې ښځې طلاقې کړي.

د دې دود مخالفین وايي عصري ټکنالوجي د بې پروا نارینه وو کار لا اسانه کوي چې کولای شي د ټیلیفون، بریښنالیک یا تکسټ 'لیکلي پیغام ' په مرسته خپلې ښځې فورا طلاقې کړي.

داسې پېښې هم لیدل شوي چې ځینو نارینه وو له سکایپ، وټس اپ یا فیسبوک څخه هم د طلاق لپاره کار اخیستی دی.

په شریعت یا قرآن کې ددې یو اړخیزه، فوري درې ګوني طلاق یادونه نه ده شوې اود پاکستان او بنګله دیش په ګډون په ۲۲ اسلامي هېوادونوکې دغه دود منع شوی دی.

د کلونو په تېریدوسره، ډېرو مسلمانو ښځو په محکموکې د درې ګوني طلاق پرضد استدلال کړی و، نو د سایره بانو قضیې په دې مسالې کې څه لوی بدلون راوست؟

د سایره بانو مدافع وکیل بالاجي سرینیواسان بي بي سي ته وویل:'' دا لومړی ځل و چې یوې مسلمانې ښځې د خپل طلاق پرضد پردې بنسټ استدلال وکړ چې بنسټیزحقونه یې ترپښولاندې شوي دي''.

دا حقونه چې په اساسي قانون کې یې ضمانت شوی دی، معمولًا د هند د ډیموکراسۍ یو مهم اصل بلل کېږي او په اسانۍ سره په کې بدلون نه شي راتلای او له چاڅخه نشي بېرته اخیستل کېدای او که ترپښو لاندې شي، یو وګړی کولای شي د رسېدلي زیان قانوني تاوان یا جبیره وغواړي.

سایره بانو سترې محکمې ته عریضه وکړه چې درې ګونی طلاق غیرقانوني اعلان کړي.

روحاني (ملا) ورته ویلي و چې ته دخپل دین له امله دا بنسټیزحقونه نه لرې. په هند کې، که ته یوه هندو ښځه یا عیسوي ښځه یا د کوم بل دین درلودونکې ښځه یې، داحقونه لرې، خوکه مسلمانه ښځه یې دا بنسټیزحقونه نه لرې؟

ښاغلي سرینیواسان وویل:'' نو ځکه سایره بانو محکمې ته مراجعه وکړه او ويې ویل چې د اساسي قانون له مخې یې د مساوات حق ترپښولاندې شوی دی او سترې محکمې دهغې قضیه ترغور لاندې ونیوله''.

هغه وايي:'' نه پوهیږم ولې تراوسه پورې چا په دې هکله فکر نه و کړی. ښايي، دا داسې یوه نظریه ده چې اوس یې وخت رارسېدلی.''

په تېرو څو کلونو کې، د هندي مسلمانو ښځو غورځنګ، بهارتیا مسلم مهیلا اندولن، چې په دې سیمه کې یې د دغه دود پرخلاف په زغرده کمپاین کاوه هم د دې قضیې پرمختګ سره مرسته وکړه.

د دې غورځنګ یوه بنسټګره، ذکیه سومان، وايي:'' دا یوډول پلارسالاري ده چې د دین ترنامه لاندې یې ځان پټ کړی دی. حقوقي کمېټې ته چا داحق ورکړی چې زموږ هغه حقونه چې خدای راکړي دي له موږ څخه واخلي؟''

فعالینو له ډېرې مودې راهیسې د درې ګوني طلاق د منع کولو لپاره هڅې کولې.

د انځور حقوق .
Image caption سایره بانو هڅه کړې وه چې خپل میړه ته چې ۱۶ کاله یې ورسره ګډو ژوند کړی و او په اله اباد ښار کې اوسیده، په تماس کې شي خو نه وه بریالۍ شوې

په ۲۰۰۷ کې، دغه سازمان د هغو ښځو د یو لیست په جوړولو پیل وکړ چې د فوري طلاق سره مخ وې او یا یې مېړونو څو ښځې درلودلې.

مېرمن سومان وايي:'' موږ د ۴،۷۱۰ ښځو یوه سروې وکړه او له ۵۲۵ طلاق شویو ښځو څخه، ۴۱۴[ یا ۷۸ سلنه] د درې ګوني طلاق له لارې طلاقې شوې وې.

دغه سازمان په خپل یو رپوټ کې د نژدې ۱۰۰ښځو قضيې بیان کړي چې په بیوزلۍ کې پاتې شوي او کوم ځاې یې نه درلود چې ورته لاړې شي.

د ۲۰۱۲ په دسمبرکې هغوی پردې مسالې باندې یوه عمومي غونډه وکړه، چې د هېواد ۵۰۰ ښځوکې په کې ګډون کړی و.

هغوی لومړي وزیر،دعدلیې وزیر، د اقلیتونو د چارو وزیر او دښځو او ماشومانو د چارو وزارت ته لیکونه واستول.

۵۰،زره لاسلیکونه یې راټول کړل، او د درې ګوني طلاق د منع کولو غوښتنه یې وکړه.

د سایره بانو له عریضې نه دوې میاشتې وروسته، یوې بلې ښځې، افرین رحمان، په سترې محکمې کې د خپل طلاق پرخلاف استدلال وکړ. په راتلونکو اونیوکې، درې نورو ښځو او د ښځو دحقونو دوو سازمانونو، په سترې محکمې کې همدغه شان عریضې وړاندې کړې.

د دې ټولو قضیو د یوځای څېړلو لپاره محکمې د څو دینونو له ۵ قاضیانو څخه یو محکمه جوړه کړه- یو هندو، یو سیک، یو عیسوی، یو زردشتي او یو مسلمان قاضي.

د مشر قاضي کیهار ترمشرۍ لاندې دغه محکمې، ۶ ورځې پردې قضیې باندې غور وکړ او دواړو خواوو ته مساوي وخت ورکړل شو چې خپل نظریات وړاندې کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر درې ګونې طلاق د بندیز لپاره فعالانو اوږده مبارزه کړې

د ټول هند د مسلمانانو د شخصي حقونو بانفوذه کمیټې، چې د دې بندیز له مخالفینو څخه وه، ادعا وکړه چې دا دود څه باندې ۱۴۰۰ کاله موجود و او استدلال یې وکړ چې '' سره د دې چې ګناه ده، درې ګونی طلاق د مسلمانانو یوه دینې مساله ده''.

دغې کمیټې وویل که دغو کسانو نه شوای کولای چې خپلې ښځې طلاقې کړي، هغوی '' ښايي له غیرقانوني، جنایی طریقو نه کار اخیستی وای او خپلې ښځې یې وژلې یا ژوندۍ سوځولې وای''.

د دغه کمیټې مدافع وکیلانو دا هم وویل چې د هند د بهارتیا جاناتا ګوند حکومت یوه هندو ملتپاله اجنډا(پلان) لري اود مسلمانانو د شخصي حقونو قوانین، دودونه او رواجونه ترګواښ لاندې دي.

دغې کمیټې ژمنه وکړه چې خلک به وهڅوي چې له دې دود څخه لاس واخلي او د هغو کسان پرضد به چې د فوري طلاق دود څخه کار اخلي، په ټولنې کې بندیزونه ولګوي- خو مدافع وکیلې اندیرا جیسنګ چې د یو عریضه کونکي، د بیباک ټولنې په نامه د مسلمانو ښځو یو سازمان استازیتوب یې کاوه، ددې نظریې ټینګ مخالفت وکړ.

هغې په ټویټرکې ولیکل:'' یو غیرقانونيت د بل پرسر، ټولنیز بایکاټ[ بندیز] غیرقانوني دی، هیله ده چې محکمه د درې ګونې طلاق په هکله د غیرقانوني حل لارو څخه کار وانخلي''. مېرمن جیسنګ دا هم ولیکل چې'' د محکمې د اوریدنو په ترڅ کې پلارسالاري احساس شوه، ولیدل شوه او واوریدل شوه''.

داسې ښکاري چې له ښځو سره د بد چلند او د بې عدالتۍ تورونو قاضیان هم اندېښمن کړي دي. هغوی په وار وار پوښتنه کړې چې که فوري طلاق د دین له نظره بد وي، نو د قانون له نظره به څنګه ښه وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption درې ګونې طلاق په هند کې د زرګونو کسانو ژوند ویجاړ کړی دی

مشر قاضي کیهار پوښتنه وکړه:'' تاسو هره جمعه په جومات کې لمونځ کوئ. پدې لمانځه کې، تاسو وایئ چئ درګونی طلاق ګناه ده او بد کار دی. نو بیا څرنګه تاسو وایئ چې دا د اسلام یوه مهمه برخه ده؟

قاضي کوریان جوزیف وویل: '' ایا یو شی چې د خدای له نظره ګناه بلل شوي وي د انسان لخوا د قانون له لارې منل کېدای شي؟''

په پای کې، محکمې دا استدلال و نه مانه چې وايي دا دود ۱۴۰۰ کاله موجود و، نو باید اوس هم ومنل شي.

د هند د سترې محکمې په دې پرېکړې سره، هند بالاخره دغې مهمې پوښتنې ته یوځواب وموند- فوري طلاق نور نه یواځې داچې ګناه ده، غیرقانوني هم دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب