هالنډ: زرګونه ایراني پنا غوښتونکي عیسویت ته اوړي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زرګونه ایراني پنا غوښتونکي عیسویت ته اوړي

په هالنډ کې زرګونه ایراني پنا غوښتونکي عیسویت ته اوړي. دا له دې سره سره چې په ایران کې له دینه اوښتل د مرګ سزا لري.

بي بي سي یوې کلیسا ته لاړه، هلته یې له داسې ایرانیانو سره خبرې وکړې چې وايي له خپل دینه ځکه اوښتي چې د پنا غوښتنې په قضیه کې یې مرسته ورسره وکړي، یعنی ګوندې هالنډ د اوسېدو حق ورکړي.