کرېکټ: پر شرجېل خان د لوبو پنځه کلن بندیز ولګېد

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption شرجیل خان د پاکستانۍ لوبډلې لپاره تر ۴۰ ډېرې لوبې کړې دي

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پیل لوبغاړی شرجېل خان د دغه هېواد د کرېکټ بورډ له خوا د پنځو کلونو لپاره د کرېکټ په هر ډول لوبو بند شو.

پر نوموړي تور دی چې د روان کال په پیل کې یې د پاکستان د غوره لیګ سیالیو پر مهال درغلي کړې ده.

پر شرجیل خان او خالد لطیف تور دی چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو له پیل وړاندې یې په دوبۍ کې له مشکوکو کسانو سره لیدلي او څه هوکړه یې ور سره کړ ې ده.

دغو دواړو لوبغاړو د پاکستان د غوره لیګ په سیالیو کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې لپاره لوبه کوله.

د پاکستان د کرېکټ بورډ له خوا د سرجیل خان قضیې ته د ټاکل شوي درې کسیز پلاوي مشر اصغر حیدر وايي، که تر راتلونکو دوه نیمو کلونو د شرجیل خان چال چلند سم شي، پاتې دوه نیم کلن بندیز یې معاف کېدای شي.

سرجیل خان د پاکستان د کرېکټ بورډ د فساد ضد ادارې له خوا په لوبو بند شوی او دغه اداره به یې راتلونکی چلند په ځير وڅاري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خالد لطیف او شرجيل خان په تېر پي ایس ایل کې په درغلیو تورن شوي وو

په کریکټ کې درغلي څه وي؟

د کرېکټ لوبه چې ډله ییزه تر سره کېږي، کله نا کله پکې د انفرادي درغلیو خبرونه هم ور کول کېږي.

د سپورټ خبریال نوید یوسفزي بي‌بي‌بي پښتو ویبپاڼې ته وویل، په کرېکټ کې انفرادي درغلۍ داسې وي چې لوبغاړی له مقابلې لوبډلې سره د جوړجاړي په نتیجه کې سمه لوبه ونه کړي:

"په کریکټ کې که لوبغاړی له مقابلې لوبډلې سره دا ومني چې نوبال به کوي یا به سمه توپوهنه نه کوي، نو دې ته درغلي یا سپاټ فیکسینګ وايي"

د ۲۸ کلن شرجېل خان مدافع وکیل شیغان اعجاز ویلي، پر خان به د کریکټ لوبو د پنځه کلن بندیز په اړه د استیناف غوښتنه وکړي.

شرجیل خان تر اوسه د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره، یوه تېسټ، ۲۵ یو ورځنۍ او ۱۵ شل اوریزې لوبې کړې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب