پاکستان: د امریکا ټول تورونه ردوو

پاکستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان دواړو جرګو په دې تګلاره کې په افغانستان کې هند ته د لا نور ځای ورکول هم غندلي

د پاکستان مشرانو او ولسي جرګې په دوو بېلو غونډو کې د امريکايي ولسشمر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژي پر ضد پرېکړې تصویب کړې، چې پکې يې پر دغه هېواد لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

د پاکستان دواړو جرګو په دې تګلاره کې په افغانستان کې هند ته د لا نور ځای ورکول هم غندلي او په خبره يې دوی په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د مشر جنرال نیکلسن په پېښور او کوټه کې د طالبانو شور او د شتون په تړاو تورونه هم ردوي.

ولسمشر ټرمپ د روانې اګست مياشتې پر ۲۱مه نېټه د افغانستان په تړاو خپله تګلاره کې پاکستان د وسلوالو په پټنځایونو تورن کړی او ویلي یې و، چې د میلیونونو ډالرو له مرستې تر لاسه کولو سره هم پاکستان د اورپکو ضد جدي ګام نه اخلي.

واشنګټن پوسټ: "ټرمپ پاکستان ته سمه خبرې کړې"

ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

غني: د ټرمپ ستراتيژي پاکستان ته د چلند بدلولو چانس دی

د پاکستان د ملي اسامبلۍ 'شورا ' په دې پرېکړه کې حکومت ته وړاندیز شوی، چې له امریکا سره دي په سملاسي توګه ټولې همکارۍ وځنډول شي او پر ځمکني او هوايي حریم کې دي ورسره د 'جي لاکس او اې لاکس ' همکاري هم پای ته وروسوي.

تردې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، د دغه هېواد د پوځي مشر قمر جاوېد باجوه او د دغه هېواد کابینې د ښاغلي ټرمپ دغه تورونه رد کړي و.

د چارشنې 'شورو ' پر ورځ د دغه هېواد د ملي اسمبلۍ غونډه کې د واکمن ګوند له سیاستوالو سره سره د اپوزیسيون سیاستوالو هم د امریکا د نوې تګلارې پر ضد خبرې وکړې او ټولو په خپل وار پر پاکستان لګول شوي تورونه رد کړل.

خو د دغه هیواد د کورنیو چارو پخواني وزیر چودري نثار علي خان بیا دې غونډې ته په وینا کې وویل، د امریکا اوسني تورونه نوي نه دي او نه هم لومړی ځل پر پاکستان لګېږي. د ښاغلي خان په خبره باید اوس دا وڅېړو چې ولې پاکستان په سیمه او نړۍ کې تل د اورپکو په ملاتړ تورنېږي.

چودري نثار علي خان زیاته کړه، د پاکستان واکمنو په بېل بېل وختونو کې د دغه هېواد د ګټو پر ځای خپلې او د خپل حکومت ګټې مهمې بللې دي او د ده په خبره ځينو يې د هېواد عزت د ډالرو په بدل کې خرڅ کړ او ځينو بیا پر اخطارونو د دغه هېواد له ګټو تېر شول.

ښاغلي خان دې غونډې ته وړاندیز وکړ، چې پاکستان دي د امریکا پر ځای له چين، روسیې، ایران او سعودي عربستان سره ښې اړیکې جوړې کړې او امریکا ته دي کلک ځواب ورکړي.

پاکستان چې د ډونلډټرمپ تر نوې تګلارې وروسته يې هره ورځ د دغې ستراتيژۍ غندي، په عملي توګه يې تراوسه له امریکا سره د ځينو لوړپوړو چارواکو ملاقاتونه یا غونډې ځنډولې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني حکومت اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې ورتګ ځنډولی و

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د یکشنبې پر ورځ د دغه هېواد د مشرانو جرګې غونډې ته ویلي و، چې امریکا ته يې خپل سفر او د الېس وېلز پاکستان ته سفر د احتجاج په توګه ځنډولي دي.

اغلې ویلز د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د منځنۍ او جنوبي 'سویلي ' اسیا لپاره مرستیاله وزیره ده، چې تېره اونۍ به يې پاکستان ته سفر کاوه.

ورته مطالب