پاکستان کې د غیر مسلمانو کمېدل
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د غیر مسلمانو کمېدل او له هغوی سره د جبري ودونو ادعا

په پاکستان کې د غېر مسلمانانو نفوس ورځ تر بلې کمېږي. موږ هغه هندوان ګورو چې وايي لوڼې یې تښتول کېږي او په زور مسلمانۍ ته اړېږي.

کله چې پاکستان جوړېده نو۳۰ فیصده نفوس یې مسلمان نه و خو اوس دا شمېر ورځ پر ورځ کمېږي.

دلیل یې هم دا بلل شوی دی چې ګواکې په پاکستان کې له هغو سره چې مسلمانان نه دي ښه چال چلند نه کېږي. هندوان چې د پاکستان په مذهبي لږکیو یا اقلیتونو کې تر ټولو ډېر دي شکایت لري چې په زور ترې نجونې بېول کېږي او اسلام پرې منل کېږي.