د بې نظیر بوټو د وژنې قضیه: پنځه نیول شوي کسان خوشي، پروېز مشرف فراري بلل شوی

بینظیر بوټو د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د وژنې قضیه کې پنځه نیول شوي تورن کسان خوشي کړي دي، دوو پولیس چاروکو ته يې سزا اورولې او د دغه هیواد پخوانی دیکتاتور پرويز مشرف يې فراري بللی دی.

محکمې په خپله پرېکړه کې د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د جایداد ملکیت (قرق) یا کنګل کولو امر هم کړی دی.

د محکمې لخوا خوشي شوي کسان له مخکې نه زندانيان وو. محکمې دغه راز دوه پولیس افسران سعود عزیز او خرم شهزاد دواړه په اوولس - اوولس کاله بند محکوم کړي دي.

پر خرم شهزاد چې د بینظیر بوټو وژل کېدو پر مهال د راولپنډۍ پولیسو مشر و، تور دی چې له پېښې سملاسي وروسته یې د پېښې ځای پرېمنځلو امر کړی و او ثبوتونه یې له منځه وړي وو.

مېرمن بوټو چې دوه ځلې یې د پاکستان لومړۍ وزیرې په توګه دنده تر سره کړې، د ۲۰۰۷م کال د دسمبر په ۲۷مه راولپنډۍ کې هغه وخت په يوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه، چې له یوې غونډې وروسته بېرته اسلام اباد ته پر لاره وه.

مشرف د بینظیر بوټو وژنې مهمو شکمنو کې شامل شو

پروېز مشرف د بینظیر بوټو په وژنې کې رسماً تورن شو

بینظیر وژنې قضیه کې پروېز مشرف زندان ته ولېږل شو

د پخوانۍ لومړي وزیري د وژنې محاکمه د راولپندۍ په اډیاله نومي زندان کې وشوه، ځکه چې پنځه واړه تورن کسان هملته بندیان و او د امنيتي خطرونو له امله يې هغوی له بندي خانې بهر محکمې ته نه شوای راوستلی.

د ترهګرۍ ضد دغې محکمې قاضي محمد اصغرخان نن 'پنجشنبه ' د محاکمې پر مهال د تورنو بندیانو اعتزاز شاه، شیرزمان، حسنین ګل، رفاقت حسین او قاري عبدالرشید خوشي کولو امر وکړ او ویې ویل، چې پېښه کې د دوی د ښکېلتیا کوم شواهد يې ونه موندل.

خو ښاغلي خان د راولپينډۍ سیمې د هغه وخت د پولیسو دویم مشر سعود عزیز او د راول ټاون سیمې د پولیسو مشر خرم شهزاد په دنده کې د غفلت په جرم اوولس - اوولس کاله بند او پنځه - پنځه لکه روپۍ جریمه محکوم کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعود عزیز پر بینطیر بوټو د برید پر مهال د راولپنډۍ پولیسو مشر و

د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو زوی او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پردغې پرېکړې خواښيني څرګنده کړې او د پنځو نیول شويو تورنو کسانو خوشي کول يې بې انصافي بللې.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو چې ۲۰۰۷م عیسوي کال د راولپينډۍ په لیاقت باغ سیمه کې له غونډې وروسته په يوه برید کې 'چې لومړی ډزې شوې او بیا ځانمرګی برید ' شوی و، وژل شوې وه. په دغه برید کې ۲۳ نور کسان ووژل شول او شاوخوا ۷۰ ټپیان شوي وو.

تردې پېښې وروسته په دوو میاشتو کې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو څخه پنځه تورن کسان ونیول شوو، چې پکې اعتزاز شاه، شیرزمان، حسنین ګل، رفاقت حسین او قاري عبدالرشید شامل و. پنځو واړو کسانو چې تر نهه کاله زیات بند يې تېر کړی، نن ځکه خوشي شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محکمې د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف دغه قضیه کې فراري بللی او د هغه جایداد کنګل کولو امر یې کړی

د پاکستاني پولیسو په خبره دې نیول شويو تورنو کسانو ویلي، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د وژنې پلان د پاکستاني طالبانو پخواني مشر بیت الله مسعود جوړ کړی و.

اړونده مطالب