د حج سږنيو مراسمو کې نژدې دوه ميليون مسلمانانو گډون کړى

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نژدې دوه میلیونه مسلمانان د حج د مراسمو ترسره کولو لپاره د سعودي عربستان مکه ښار کې غونډ شوي دي.

نن د حج مراسمو ځانګړې ورځ وه او ټول عبادت کوونکي عرفات کې را غونډ شوي وو.

د سعودي اوڅار عالم شيخ سعد ال شتري د حج خطبه کې پر مسلمانانو غږ وکړ چې د خلکو پر حق له تېري او بې عدالتۍ دې ډډه وکړي.

ښاغلي ال شتري وويل "شرعيت د ولسونو امنيت خوندي کولو او د خلکو په زړونو کې د پېرزوينې راټوکولو لپاره راغلى"

نوموړي له زايرينو وغوښتل چې سياسي توپيرونه يوې خوا ته پرېږدي او د حج په مراسمو کې له نورو مسلمانانو سره يوځاى شي.

حاجيان اوس ټول مزدلفې ته تللي او هلته به شپه کوي.

سبا (جمعه د سپتمبر لومړنۍ نیټه) د اختر ورځ ده او حاجیان به د جمرې ویشتلو وروسته قربانې کوي.

پرون چهارشنبه حاجیانو ماښام مهال په مکه مکرمه کې د کعبې په طواف پیل وکړ.

له افغانستانه سږکال نژدې ۳۰ زره کسان د حج د مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

په دې ډله کې هغه دوې مېرمنې هم شته چې سږکال یې د حج په مراسمو کې کوچنیان زېږولي دي.

ایراني حاجیانو هم له یو کلن ځنډ وروسته د حج په سږني مراسمو کې ګډون کړی.

په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې چې د ټېل ماټېل له امله د ايراني زايرينو په گډون ګڼ شمېر حاجیان د پښو لاندې شول، د سعودي او ایران ترمنځ له ډیپلوماتیکي ناندرۍ وروسته ۲۰۱۶ م کال کې له ایرانه چا حج کې ګډون ونه کړ.

د حج سږني مراسم

سعودي ناقانونه حج کوونکو ته سزا ورکوي

سعودي: سږکال ایرانیان حج کې ګډون کولای شي

سږکال بیا د حج کلني مراسم په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې مسلمانان تر پخوا لا ډېر په مذهبي او سیاسي لیکو ویشلي دي.

دا وېشنه هغومره مذهبي ده، څومره چې سیاسي او جیوپولیتیکه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حج په سږنيو مراسمو کې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي

دا هرڅه پر داسې مهال رادبره کېږي چې د حج اصلي فلسفه د مسلمانانو د خپلمنځي پېژندګلوۍ او راشه درشه ډېرېدل دي.

حج د اسلام د پنځو رکنونو څخه يو دى چې هر مسلمان چې وس لري بايد په خپل ژوند کې يې لږ ترلږه يوځلې ترسره کړي.

ورته مطالب