د میاشتني عادت 'شرم' له کبله نجلۍ ځان وژلی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حیض یا ښځینه میاشتني عادت په اړه هند کې خبرې کول شرم بلل کېږي

هند کې یوې ۱۲ کلنې نجلۍ له هغه وروسته ځان وژلی چې د حیض 'ښځینه میاشتني عادت ' وینې څاڅکو له کبله ښوونکې ترټلې وه. له ځانوژنې مخکې نجلۍ پر یوه کاغذ نوټ لیکلی او ښوونکې یې په 'زور زیاتي ' تورنه کړې ده.

که څه هم دغې نجلۍ په لیکلي کاغذ کې د حیض یادوونه نه ده کړې، خو مور یې ویلي، چې د وینې داغونو له لیدو وروسته ښوونکې له ټولګي شړلې وه.

د حیض یا ښځینه میاشتني عادت په اړه هند کې خبرې کول شرم بلل کېږي. معمولاً د میاشتني عادت پر مهال هندۍ مېرمنې نجسې یا ان ملعونې ګڼل کېږي.

پولیسو ویلي، د ځانوژنې دغې پېښې په تړاو یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د بکارت معاینې او اندېښنې

تونس کې نجونې د شلېدلې بکارت پردې د رغولو عملیات کوي

د ښځینه خاصیتونو پیغور نارینه غښتلي کوي؟

پېښه د هند سویلي ایالت تامل ناډو په تېرونیلوېلې سیمه کې شوې. نجلۍ پر کاغذ لیکلي:

''زه نه پوهېږم ښوونکې مې ولې شکایتونه کوي. زه تر اوسه نه پوهېږم دوی ولې ما دغسې ځوروي او زور زیاتی راسره کوي. ''

د لیک پیل داسې شوی دی:

''اما(مورې) لطفاً بښنه راته وکړه '

د دغې نجلۍ مور د هغې پر ښوونکې تور پورې کړی دی، چې تېر کې یې د دې لور د کورنۍ دندې نه بشپړولو له کبله وهلې ټکولې ده. هغې بي بي سي تامل ځانګې ته ویلي:

''لور مې تېره شنبه ښوونځې کې وه، چې میاشتنی عادت یې پیل شو. هغې ښوونکې ته ویلي و او ښوونکې یې د ټوکر یوه چټله ټوټه ورکړې وه. زما لور یې له ټولګي بهر درولې وه، څنګه یوه ۱۲ کلنه ماشومه دومره سپکاوی زغملای شي؟ ''

له دې یوه ورځ وروسته دغې نجلۍ ځان وژلی دی. ښوونځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، دوی له پولیسو سره پوښتنو کې همکاري کوي.

اړونده مطالب