ټرمپ: د شمالي کوریا کړنې خورا خطرناکې دي

ټرمپ او کیم جون اوون د انځور حقوق AFP
Image caption ټرمپ او کیم جون اوون

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا غندنې تر څنګي ویلي د دغه هېواد 'څرګندونې او اقدامات ډېر خطرناک او یرغلګرانه ' دي.

له دې مخکې د شمالي کوریا رسنیو رپوټونو خپاره کړي وو، چې دغه هېواد داسې اټومي - هایډروجني سروکي جوړ کړي، چې پر اوږدواټنو غنديو ځاي پر ځای کېدای شي.

پیانګ یانګ وايي، داسې هایډروجن بم یې ازمایلی چې د اتومي بم څو برابره ډېر پیاوړی دی. ولسمشر ټرمپ ویلي، شمالي کوریا د کرارولو ټولې لارې چارې ناکامې شوې او دوی یوازې په یوه خبره پوهېږي.

د ښاغلي ټرمپ په وینا شمالي کوریا یو یاغي هېواد دی، چې په خبره یې د چین لپاره د شرم لامل کېدو پر لور ځي. بل لور ته د چارو شنونکي وايي، د شمالي کوریا دغه ادعا باید یو خبرداری وبلل شي، ځکه اتومي ځواک یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

تر اوسه د شمالي کوریا دغه ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

له دې مخکې کوریا کې تر ځمکه لاندې پراخ خوځښت محسوس شوی او جاپاني چارواکو ویلي، چې دا د شمالي کوریا شپږمه اتومي ازموینه وه.

د امریکا زلزلې معلومات ورکونکې ادارې هم ویلي، د کوریا شمال ختیځ کې شپږ اعشاریه درې درجې زلزله ثتب شوې، چې ښايي اتومي چاودنه وي.

دغه زلزله هغه سیمه کې محسوسه شوې، چې شمالي کوریا په کې مخکینۍ اتومي ازموینې کړې وې.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس (کی ‌سي ‌این ‌اي) ویلي:

"د هایډروجني بم ټولې پرزې په کور دننه جوړې شوې دي."

شمالي کوریا تر اوسه پنځه ځله د اټومي ازموینو هڅه کړې ده. نړیوال څارونکي اندېښنه ښيي چې شمالي کوریا به هایډروجني بم جوړ کړی وي.

امریکا تر اوسه د شمالي کوریا د نوې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د جاپان د لومړي وزیر او د ډونلډ ټرمپ د ټیلفوني خبرو اترو خبره یې کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا تر اوسه پنځه ځلي د اټومي بم د جوړولو هڅه کړې ده

شمالي کوریا په دا وروستیو کې یو بالسټیک توغندی ازمایلی چې د جاپان له خاورې تېر شو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خوله د شمالي کوریا دغه کړنه وغندله.

د امریکا ولسمشر د دې ازموینې په غبرګون کې یو ځل بیا شمالي کوریا ته ګوتڅنډنه وکړه چې ټول غوراوي یې د مېز پر سر دي.

ورته مطالب