د عربو زیاتېدونکي وېش کې د ایران ډېرېدونکې ګټې

Image caption د ايران ولسمشر حسن روحاني، د قطر پاچا تميم بن حماد ال ثاني او د سعودي پاچا سلمان

قطر د اګسټ پر ۲٤ ایران ته د خپل سفیر بیا استولو خبره وکړه. دغه هېواد د ۲۰۱۶ کال لومړیو کې، له هغه وروسته له ایران خپل سفیر ور وباله چې په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته اور واچول شو.

د قطر له اوسني ګام ښکاري چې له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر سره د کړکېچ اوارولو په برخه کې کوم پرمختګ نه دى راغلى نو ځکه تهران ته د نور نږدې کېدلو هڅه کوي.

دغو هېوادونو د جون پر پنځمه له دوحې سره اړیکي وځنډول او سمندري، هوایي او ځمکنۍ لار یې ور سره وتړله او ویې ویل که دوحه یې غوښتنې ومني دوی به بیا ور سره اړیکي جوړ کړي.

دوی قطر په خپله خاروه کې ترهګرۍ ته په لمن وهلو او د دوی مخالفانو ته په پنا ور کولو او د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي، همداراز یې له قطر غوښتي چې له ایران سره اړیکي کم کړي، د ترکیې اډه وتړي، د اخوان المسلمین، حزب الله او نورو هغو ډلو ملاتړ پرېږدي چې دوی یې د عربو امنیت ته ګواښ بولي.

خو قطر دغه غوښتنې د خپلې ملي واکمنۍ خلاف بللې او ویلي، د دغو هېوادونو له لوري د لگول شويو بنديزونو په اړه به د سوداګرۍ نړېوالې ادارې ته شکایت وکړي.

اوس ایران ته د سفیر استولو اعلان به د سعودي په مشرۍ د څلورو عربو هېوادونو ټلوالې غوسه لا وپاروي.

قطر ولې له ایران سره نږدې پاتېږي

له ایران سره د قطر ښه اړیکي اقتصادي دليل لري، دواړه هېوادونه خلیج کې د ګازو لویې شریکې زېرمې لري او قطر ۶۰ سلنه عاید له ګاز ترلاسه کوي.

له روسیې وروسته د ګاز د ډېرو زېرمو د لرلو له مخې ایران او قطر دویم او دریم ځای لري.

د قطر ګاز لېږدولو لار په ایران ده او له تهران سره ښکر په ښکر کېدل يې په زيان دي.

دغه کړکېچ ایران ته د نورو اقتصادي ګټو لار پرانیسته

د عربو له بندیزونو وروسته قطر د ۲۰۲۲ م کال د فوټبال نړیوالو سیالیو اړوند ۲۰۰ میلیارد ډالري پروژې د بشپړولو لپاره د ایران مرسته غواړي.

د ایران تخنیکي او ایجینري صادروونکو ټولنې مشر محمد رضا انصاري وايي، له اټومي تړون وروسته د تخنیکي او انجنیري خدمتونو بدل کې ایران له قطر دوه میلیارد ډالر اوس ترلاسه کوي او راتلونکي کې هم کلنۍ ګټه ۲۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د ایران فضايي حريم ته د ۲۰۰ الوتنو ورځني زیاتېدل

قطر هوايي کرښه د ۲۰۰ الوتکو په لرلو سره د نړۍ خورا لوی هوايي شرکت دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption قطر هوايي شرکت سږ کال بیا د نړۍ غوره هوايي کرښه بلل شوې ده.

دوحه د اسیا او اروپا ترمنځ پل بلل کېږي، ځکه چې قطر هوايي کرښه د ۷۳ هېوادونو ۱۵۱ سیمو ته په تللو سره د نړۍ پنځمه هوايي کرښه بلل کېږي او د یوې څېړنې له مخې سږ کال بیا د نړۍ غوره هوايي کرښه بلل شوې ده.

اوس اروپا او افریقا ته د تګ لپاره د ایران له فضا تېرېږي. د عربو او قطر له کړکېچ مخکې له ایران ۹۵۵ الوتنې د ورځې تېرېدلې، خو د قطر له کړکېچ وروسته ۲۰۰ نور ورځني الوتونه هم پر اضافه شول.

ایرانۍ رسنۍ وايي، له هرې الوتکې په یو الوت سره اته میلیونه پنځه لکه او شل زره تمن اخلي، چې نږدې دوه زره امریکايي ډالر کېږي.

د دوو سوو الوتنو نږدې څلور لکه ډالر د ورځې لاسته ورځي، چې د میاشتې نږدې ۴۸ میلیون ډالر کېږي.

۱۱۰۰۰ ټنه ایرانۍ مېوه او سابه

قطر یواځې له سعودي عربستان سره د وچې لار لري او له بندیزونو مخکې یې د دغه هېواد له لارې ۴۰ سلنه واردات کول، خو د بلومبرګ وېبپاڼې د رپوټ له مخې، اوس ایران نږدې هېواد دی چې قطر ته په۱۲ ګړیو کې د سمندر له لارې اکمالات کولی شي.

له بندیزونو راهیسې د ایران بوشهر بندر قطر ته د خوړو لېږدولو پر اصلي لار بدل شوى او تهران ۱۱۰۰ ټنه مېوه او سابه هره ورځ دوحې ته لېږدوي.

ایران د قطر ګاز لېږدوونکو بېړیو ته هم د تګ اجازه ور کړې ده.

دې چارې ایران ته که مالي ګټه کړې، خو قطر ته یې لار اوږده کړې ده هغه که د الوتکو ده یا بېړیو.

د ایران سیاسي ګټې

د څلورو عرب هېوادونو او دوحې ترمنځ دا کړکېچ له هغه وروسته پیل شو چې د قطر یوه رسنۍ کې د دغه هېواد د امیر داسې خبرې خپرې شوې چې ایران پکې ستایل شوی و.

که څه هم دوحه وویل، چې دا وېبپاڼه هک شوې او دا خبرې یې امیر نه دي کړې ، مګر دغو څلورو هېوادونو ته یې پلمه په لاس ور کړه چې له قطر سره پرېکون وکړي.

دا کړکېچ سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ له سفر وروسته رامنځ ته شو، چې ویل کېدل نوموړي عرب هېوادونه د ایران مقابل کې یو موټي کولو ته بللي.

هغه مهال ډونلډ ټرمپ هم وویل، چې سعودي ته یې سفر ژر پایله ور کړه.

مګر د عربو غوښتنو ته د قطر نه تسلیمېدو نه یواځې د ایران مقابل کې د بلاک جوړولو پلان ناکام کړ، بلکې یو بل عرب هېواد هم د ایران لمنې ته ورغی.

له څلوروعربو هېوادونو سره کړکېچ پسې د قطر د بهرنیو چارو وزیر عراق ته هم لاړ او بغداد کې يې د سفارت پرانیستلو خبره وکړه.

د عراق پارلمان کې مختلفو ډلو هم د سعودي عربستان مقابل کې د قطر د ملاتړ غوښتنه وکړه او عراق پر سوریه سربېره بل داسې عرب هېواد بلل کېږي چې ایران پکې پراخ نفوذ لري.

اوس له عراق، سوریې، یمن او لبنان وروسته قطر یو بل داسې هېواد شو چې د ایران سره به مختلفو برخو کې د ګډ دریځ ملګری بلل کېږي.

که حالت همداسې روان وي، نه یواځې د سعودي دا دریځ کمزوری کېږي چې ایران په عربي نړۍ کې ترهګرۍ ته لمن وهي بلکې په عربي نړۍ کې یې اهمیت هم کمېدلی شي.

د امریکا ګټې

له عرب هېوادونو سره تر کړکېچ څو ورځې وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس او د قطر د دفاع د وزیر خالد العطیة ترمنځ د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت قطر ته د ایف ۱۵ جنګي الوتکو د ورکړې یو تړون لاسلیک شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا کړکېچ سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ له سفر وروسته رامنځ ته شو، چې ویل کېدل نوموړي عرب هېوادونه د ایران مقابل کې یو موټي کولو ته بللي.

د امریکا دفاع وزات وايي، دا معامله داسې مهال شوې، چې ولسمشر ټرمپ په وروستیو کې پر قطر نیوکه وکړه او د ترهګرۍ ملاتړی یې وباله.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا معامله به "قطر ته دا وړتیا ورکړي چې ځان پیاوړی کړي او د قطر او امریکا ترمنځ د امنیتي همکارۍ او مشارکت روح به پياوړى کړي."

پخوا به چې ایران د وسلو برخه کې کوم ازمېښت وکړ عربو به له امریکا وسلې را نیولې اوس چې خپلمنځ کې د دوی نفاق زیاتېږي د وسلو سیالي نوره هم ور سره پراخېدلی او د امریکا د وسلو کمپنیو ګټه ډېرېدلی شي.

د قطر او څلورو عربو هېوادونو تاوان

پر ۲۰۱۵ م کال قطر له سعودي عربستان سره د دوه میلیارد، متحده عربي اماراتو سره اوه میلیارد او بحرین سره پنځه سوه میلیون ډالرو کلنۍ سوداګري درلود، په دې کې قطر واردات تر صادراتو ډېر و.

د دواړو لورو ترمنځ د لسګونو میلیارد ډالرو خپلمنځي پانګونه هم وه، قطر د سعودي عربستان د بانکي سکتور ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې ته لاسرسی درلود او همدومره د متحده عربي اماراتو سره هم.

دغه راز د څلورو عرب هېوادونو او قطر ترمنځ روان کړکېچ کې قطر هوايي کرښه تر ډېره بایلونکې ده. دوبۍ، ابوظبۍ، ریاض او قاهرې ته یې نږدې ۷۰ ورځنۍ الوتنې ځنډول شوې دي.

قطر له ايران سره ډيپلوماتيک اړيکي بيا پيل کړي

عرب هېوادونه قطر ته ولې نرم شول؟

سعودي عربستان او ملګري یې پر قطر بندیزونه سختوي

د قطر هوايي کرښې له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین له لارې له نورې نړۍ سره د تګ لنډه لار وه، خو اوس یې دا لار څو ساعته اوږده شوې ده.

قطر، ايران او سعودي عربستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption له قطر سره د څلورو عرب هېوادونو جنجال ګټه ایران او تاوان عربو په تېره قطر ته ډېر رسېږي.

د بېلګې په ډول قطر د سعودي له لارې سوډان ته درې نیم ساعته الوت درلود، خو اوس دا الوت شپږ ساعتو ته اوږد شوی دی.

د قطر باور کچه ټیټېدل

له قطر سره د څلورو عرب هېوادونو د جنجال ګټه ایران او تاوان عربو په تېره قطر ته ډېر رسېږي.

که څه هم پر قطر د بندیزونو ډېر وخت نه دی تېر شوی، خو شنونکي وايي، د وخت په تېرېدلو سره وېره شته چې په دغه هېواد کې نظام بدل شي.

دا ډول د "مودیز" په نامه څېړنيزه موسسه وایي، په څو راتلونکو میاشتو کې د قطر کړکېچ د اواري حل لار ناشونې ده، ځکه یې د دغه هېواد باور درجه ټیټیه کړې ده.

خو په ورته مهال وايي، د قطر مرکزي بانک کې ۳۵ میلیارد ډالره ذخیره او د نړۍ مختلفو هېوادونو کې د دغه هېواد ۳۰۰ میلیارد ډالره پانګونې سره یې چې د ګاز صادرات وي نو ګوزار به ونه خوري او له بندیزونو سره سره به یې وده روانه وي.

ورته مطالب