پاکستان: د اورپکو پټنځي نه شته، پاتې شوني يې شته

بریکس غونډه د انځور حقوق Getty Images
Image caption برېکس د برازیل، روسیې، هند، چین او سوېلي افريقا د نومونو له لومړیو تورو جوړه کلیمه ده او دغه هېوادونه یې غړي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر وايي، پر خاوره يې د اورپکو پټنځي نه، بلکې د هغوی پاتې شوني دي، چې د هغوی د له منځه وړلو لپاره يې هم مټې رانغښتې. ښاغلی دستګیر پر افغانستان تور پورې کړی، چې اورپکي د دغه هېواد پر ۴۰ سلنه برخه پټنځي لري.

د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې تر برېکس غونډې یوه ورځ وروسته راځي. په دې غونډه کې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو، 'اسلامي دولت ' ډلې او نورو سخت دریځو وسله والو ډلو تاوتریخوالی غندل شوی و او لومړی ځل يې د لښکر طیبه او جیش محمد اورپکو ډلو نومونه هم اخیستی و، چې تر ډېره يې پاکستان پر ملاتړ تورنېږي.

برېکس افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو تاوتریخوالی وغانده

پاکستان: د امریکا ټول تورونه ردوو

د امنیت ښه کولو په پار د افغانستان او پاکستان هوکړه

تر دې مخکې باور نه کېده، چې په برېکس غونډه کې به د چین د شتون له امله پاکستان مېشتي وسلوال په تېره هغه ډلې چې هند یې په خپله خاوره کې په تاوتریخوالي تورنوي، وغندل شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر په اسلام اباد کې د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې په تړاو سفیرانو غونډې په ترڅ کې یوځل بیا دغه تورونه رد کړي او د دې برعکس يې د افغانستان پر خاوره د اورپکو ډلو د پټنځایونو د شتون تور پورې کړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د افغانستان د بیارغاوونې په برخه کې د امریکايي استازي له خولې ویلي، چې د افغانستان پر ۴۰۷ ولسوالیو کې د افغان دولت واک یواځې پر ۵۷ سلنه برخه دی.

ښاغلي دستګیر همدې ته په پام سره ادعا وکړه، چې پر پاتې ۴۰ سلنه برخه اورپکې پټنځي لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا تېر کې ویلي، پاکستان د هغو طالبانو پرضد عملیات کړي، چې ځان ته یې خطرناک بولي.

پاکستان چې د امریکا ولسشمر ډونلډ ټرمپ په وروستۍ تګلاره کې د اورپکو ډلو په ملاتړ او پټنځایونو تورن کړی و، په برېکس غونډه کې ورباندې دغه تور بیا تازه شوی.

ځينو پاکستانيو او بهرنیو رسنیو په دې غونډه کې د حقاني شبکې، لښکرطیبه او جیش محمد اورپکو ډلو غندل د پاکستان ناکامي او د هند بری بللی، ځکه چې پاکستان تر ډېره په دې باور و، چې د چین په څېر د نږدې ملګري په شتون کې به د دوی پر ضد څوک هم څه و نه وايي.

اړونده مطالب

ورته مطالب