د میانمار او بنګله دېش پر پوله 'ماینونه ځای پر ځای شوي'

میانمار د انځور حقوق Reuters

بنګله دېش چارواکو پلازمېنه ډاکه کې د میانمار سفیر احضار کړی دی او د پولې اوږدو کې یې د ماینونو خښولو په تړاو احتجاج ورته کړی. میانمار سفیر داسې حال کې احضار شوی، چې له میانماره د روهنګیا مسلمانانو ګڼ شمېر له تاوتریخوالي بهر ته تښتي.

ډاکه کې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، دوی باوري دي، چې د پولې اوږدو کې میانمار امنیتي ځواکونه د دې لپاره ماینونه خښوي، چې روهنګیا کډوال بېرته خپلو کلیو ته ستانه نه شي.

خو میانمار کې یوې پوځې سرچینې ویلي دا وروستیو کې له پولې سره ماینونه نه دي ځای پر ځای شوي.

د بي بي سي خبریال سنجې مجمدار چې د پولې بنګله دېش لوري ته دی، خپل رپوټ کې وايي، روانه اونۍ لږ تر لږه درې کسان د ماینونو له کبله ټپیان شوي دي.

ميانمار کې د روهنجيا مسلمانانو سلگونه کورونه سوځول شوي

د روهنګیا دوښمن بودايي راهب؛ ځان "بن لادن" بولي

'' اسلامي هېوادونه باید د روهنګیا مسلمانو مرستې ته رامخکې شي''

کله چې د بنګله دېش د بهرنیو چارو له سکرتر شاهد الحق نه پوښتنه وشوه، چې ایا هېواد یې د ځمکنیو ماینونو په تړاو کوم شکایت ثبت کړی دی، نوموړي وویل( هو) خو په دې تړاو یې نور جزیات نه دي څرګند کړي. ملګري ملتونه وايي، د اګست له ۲۵ راهیسې بنګله دېش ته د روهنګیا مسلمانانو د کډوالۍ کچه ډېره شوې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، تر اوسه د میانمار له راکهاین ایالته ۱۴۶ زره روهنګیا کسان د تاوتریخوالي له وېرې تښتېدلي دي. دغه تاوتریخوالی د میانمار پولیسو پر پوستو د روهنګیا وسله والو له برید وروسته ډېر شو.

دوو بنګله دېشي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي سره له دې چې کډوال له پولې اوړي دوی په دې باور دي، چې میانمار چارواکي له پولې سره ماینونه خښوي. دغه سیمه کې پر پوله د تګ راتګ مخنیوي لپاره ۱۹۹۰ کلونو کې د پوځي واکمني پر مهال ماینونه ځای پر ځای شوي وو.

د انځور حقوق AFP/Getty Image
Image caption په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې اغلې سوچي ولسمشر اردوغان ته وويل "حکومت وار له مخه په رخاين ايالت کې د شونتيا تر کچې په ښه توگه د خپلو ټولو وگړو دفاع کړې."

له دې مخکې د برما د حکومت مشرې "انگ سان سوچي" رخاين ايالت کې د روان کړکېچ په تړاو خپاره شوي مالومات ناسم بللي و او ويلي دي چې خپاره شوي "ناسم خبرونه" د دې په وينا له ترهگرو سره مرسته کوي.

د آغلې سوچي د دفتر له لوري خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې نوموړې دا څرگندونې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په ټيليفوني خبرو اترو کې کړي.

په تېرو دوو اوونيو کې څه د پاسه ١٢٣ زره روهنگيا مسلمانان له برما بنگله دېش ته تښتېدلي دي.

په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې اغلې سوچي ولسمشر اردوغان ته وويل "حکومت وار له مخه په رخاين ايالت کې د شونتيا تر کچې په ښه توگه د خپلو ټولو وگړو دفاع کړې."

خبرپاڼه زياتوي آغلې سوچي ترکي ولسمشر ته وويل "موږ د نورو ډېرو پرتله په دې ښه پوهېږو چې له ولسواکۍ او خپلو حقونو بې برخېتوب په څه مانا دى. موږ دا چاره ډاډمنوو چې زموږ ټول خلک له خپلو حقونو برخمن وي."

په رخاين ایالت کې د تاوتريخوالي څپه وروسته له هغه پيل شوه چې د "رخاين روهنگيا ژغورنې پوځ" په نامه يوې ډلې د پوليسو پر ٣٠ مرکزونو بريدونه وکړل.

په هغه سیمه کې چې روهنگیا مسلمانان مېشت دي ۲۶۰۰ کورونه سوځول شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېرو دوو اوونيو کې څه د پاسه ١٢٣ زره روهنگيا مسلمانان له برما بنگله دېش ته تښتېدلي دي

د چارو څارونکي وايي دا د روهنگیا مسلمانانو پر ضد له لویو خونړیو پېښو یوه ده. میانمار چارواکو د " روهنگیا ژغورنې پوځ" د کورونو سوځولو مسوول بللى دى.

بل لور بنګله دېش ته کډوال شویو روهنگیا مسلمانانو تور پورې کړی، چې کورونه یې میانمار پوځیانو سوځولي، چې د دوی په وینا نه غواړي په دغه هېواد کې ژوند وکړي.

د روهنگیا مسلمانانو او میانمار پوځ تر منځ نښتو کې تر اوسه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د بشري حقونو څار ټولنې (هیومن رایټس واچ) مسوولینو ویلي له سټیلایټه اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې کورونو ته میانمار پوځیانو اور ورته کړی دی.

مرستندویانو ویلي کډوال شویو کسانو ته یې کمپ یا پنډغالی جوړ کړی دی او اوبه، خواړه ورته چمتو کوي.

د مرستندویانو په وینا دغه پنډغالي ته له لسو ډېر داسې کسان وروړل شوي، چې په مرمیو لګېدلي دي. د ځايي سرچینو له قوله ویل کېږي، چې دا مهال زرګونه کسان د بنګله دېش خاورې ته د ننوتو په حال کې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption میانمار کې پر پولیس پوستو له بریدونو وروسته تاوتریخوالی ډېر شو

نښتو کې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ویل کېږي ډېر وژل شوي سخت دریځي وسله وال دي.

له رخاین ایالته د کره معلوماتو تر لاسه کول نژدې ناشوني دي، ځکه یوازې څو خبریالانو ته اجازه ورکړل شوې، چې سیمې ته ورشي. که څه روهنجیا مسلمانان له پېړیو راهیسې میانمار کې ژوند کوي، خو د تابعیت حق نه دی ورکړل شوی او استوګنه یې غیر قانوني بلل کېږي..

ورته مطالب