''افغانستان ته د نړیوالو سرتېرو لېږل سم کار نه دی''
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''افغانستان ته د نړیوالو سرتېرو لېږل سم کار نه دی''

د بریتانیا د کارګر ګوند مشر وايي، افغانستان ته د نړیوالو سرتېرو لېږل سم کار نه دی. جرمي کوربېن، چې د بریتانیا د لوی حکومت مخالفي ګوند مشر دی، بي بي سي پښتو تلویزیون ته وویل، د افغانستان لانجه باید د خبرو اترو له لارې حل شي. ده وویل، له بهره باید پر پاکستان نیوکې و نه شي. عادل شازېب، له ښاغلي کوربېن سره خبرې کولې او لومړی یې په میانمر کې، د روهېنجا لږکیو په تړاو د انګ سان سوچي د دریځ پوښتنه ترې وکړه: