پاکستان: نوې وسله واله ډله 'انصار الشریعه' څوک دي؟

د انځور حقوق ANSAR SHARIAH

د پاکستان کراچۍ ښار کې پولیس او د څارګرو ادارو کارکونکي تر هغه مهال د یوې سخت دریځې وسله والې ډلې له شتونه بې خبره وو، چې دغې ډلې پخپله ځان څرګند کړ.

دغې ډلې له څو تېرو میاشتو راهیسې د ټویټر پاڼې له لارې ویل چې کراچۍ کې پر یو شمېر پولیس افسرانو دوی بریدونه کړي دي.

دغه ټویټر حساب د سې شنبې پر ورځ تړل شوی دی. په یوه درې پاڼې پیغام کې دغې ډلې د رامنځته کېدو حال ویلي، چې په وینا یې دوی له داعش ډلې ناراض او بېل شوي دي.

دغه پیغام کې یادې ډلې ادعا کړې، چې د پنجاب، کراچۍ او قبایلي سیمو یو شمېر مجاهدین له داعش ډلې ناراض شوي، چې په وینا یې د اتحاد پر ځای یې ځان ځاني رامنځته کړې ده.

دغه پیغام زیاتوي دوی دغه حالت ته په کتو سره له هغو کسانو سره د یو ځای کېدو پرېکړه وکړه، چې د جهاد پاکستان اړوند دي او د انصار الشریعه اعلان کوي.

په دغه پیغام کې یادې ډلې ځان د القاعده موسس اسامه بن لادن او ایمن الظواهري لارویان بللي او دا یې هم ویلي، چې اوسمهال له هېڅ یوه نړیوال جهادي سازمان سره تړاو یا اړیکه نه لري.

یو شمېر څارګرې ادارې دغه ډله د ابوذر برمي اړوند بولي، خو په خپل پیغام کې دغې ډلې د حاجي منصور مسعود او احمد عبدالعزیز مننه کړې، چې د ډلې په رامنځته کولو کې یې مهم رول درلود.

پیغام کې دغه راز ویل شوي، چې حاجي منصور له دوی سره کوم تنظیمي تړاو نه لري. حاجي منصور د پاکستاني طالبانو یو مشر بلل کېږي او د احمد عبدالعزیز په اړه دغه ډله وايي، چې د ابومصعب السوري شاګرد دی، چې ویل کېږي د سوري او پاکستاني جهادیانو ښوونکی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې دا وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو هدفي بریدونه شوي

پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې افسر مظهر مشواڼی وايي، انصار الشریعه له جنود الفدا ډلې جلا شوې ده، چې په وینا یې دغه ډله د سند او بلوچستان ایالتونو په سرحدي سیمو کې فعاله ده، خو په وینا یې دا پر ځان بسیا او ځايي ډله ده.

د سږ کال فبرورۍ کې د یوه پولیس افسر او کراچۍ کې د طاهر ضیا ناګي نومي متقاعد پوځي افسر له وژل کېدو وروسته د دغې ډلې نوم واورېدل شو. له هغه وروسته کراچۍ کې پر پولیسو یو شمېر بریدونو کې د دغې ډلې نوم اخیستل کېده.

پاکستان کې د سولې څېړنیز مرکز مشر عامر رانا وايي، داسې رپوټونه وو، چې ګواکې له کراچۍ نه یو شمېر کسان د عراق او سوریې جګړو کې د ګډون لپاره ځي، څارګرو ادارو یو شمېر کسان ونیول او هغه مهال د دغې ډلې نوم واورېدل شو او دا معلومه شوه، چې دا له داعشه بېله شوې ډله ده، چې فعالیت یې پیل کړی دی:

''دغې ډلې پر پولیسو بریدونه وکړل، تبلیغپاڼې یې خپرې کړې، چې ځان څرګند کړي او خواله رسنیو ته یې پیغامونه استول، چې وښيي دوی ځانګړې ډله ده. د عامر رانا په خبره د پاکستان انصار الشریعه د کوم نړیوال جهادي تنظیم اړوند نه دي، خو له فکري پلوه هغوی ته نژدې دي او دا چې دغې ډلې تر اوسه ځان په کومه فرقه ییزه ډله یا القاعده پورې نه دی تړلی. ''

انصار الشریعه یوې د سعد عزیز په نامه یوې بلې ډلې ته ډېر ورته والی لري، چې نیول شوي دي، ځکه دواړو ډلو کې ډېری لوستي ځوانان دي، خو د ترهګرۍ ضد ادارې دغه ډله ډېره خطرناکه بولي.

د انځور حقوق EPA

د مظهر مشواڼي په وینا سعد عزیز ډله د داعش پر پله روانه وه او فرقه ییز تاوتریخوالي کې یې هم لاس درلود، خو دغه ډله یوازې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. کراچۍ کې دوې اونۍ مخکې د درېیو نامعلومو کسانو مړي وموندل شول، چې له سختې ځورونې وروسته وژل شوي وو.

د هغو مړیو تر څنګ پر یوه ټوټه کاغذ د انصار الشریعه له لوري لیکل شوي وو، چې د پولیس رضاکار د وژل کېدو غچ واخیستل شو. ورسره دا هم لیکلي و، چې که ترهګر د دشمن هېواد د څارګرو ادارو په لمسون پولیس ووژني، دوی به یې غچ واخلي او د هغوی کورنۍ به هم په نښه کړي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه لیک چا لیکلی و او هدف یې څه و.

انصار الشریعه د ټویټر له لارې له خلکو غوښتي و، چې د امنیتي ځواکونو له مرکزونو، کاروانونو او پوستو لرې اوسي. انصار الشریعه ۲۰۱۲ کال کې لیبیا کې خپل فعالیت داسې پیل کړ، چې ترافیکي ګڼه ګوڼه کې به یې ایسارو کسانو ته لار ښووله او لارې کوڅې به یې پاکولې.

د امریکا متحده ایالتونه همدغه ډله بن غازي کې پر خپله کونسلګرۍ د برید او دوو کارکوونکو وژنې مسووله بولي.

اړونده مطالب