"پاکستان اوس په داسې لومه کې نښتی چې په هره نړیواله غونډه کې یې ترې انکار کاوه"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پارلمان

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي، کله داسې کیږي چې یو څوک له واقعیتونو انکار کوي خو داسې یو حالت پرې راځي چې بیا د واقعیتونو له منلو پرته بله لار نه لري.

د دغه مطلب لیکوال وايي پاکستان اوس له همداسې یوه حالت سره مخامخ یا په داسې یوه لومه کې نښتی چې په هره نړیواله غونډه کې یې ترې انکار کړی دی.

لیکوال په دې نظر دی چې پاکستان نږدې په هره نړیواله غونډه کې له دې انکار کړی چې سخت دریځې روزي، پالي یې او ملاتړ یې کوي.

خو لیکوال وايي پاکستان سخت دریځې ډلې د یوې رسمي کړنلارې له مخې خواته نیولې او د پردې تر شا یې په جیوپولیټیک لوبو کې کارولې دي.

نیوز:

پاکستانۍ ورځپاڼه نیوز لیکي چې د پيښور یوې محکمې د اسلامیه کالج هغه پریکړه ځنډولې چې له مخې یې افغان محصلینو ته د داخلې اجازه نه ورکول کیدله.

محکمې په خپله پریکړه کې ویلي چې د افغان محصلینو لپاره د ځانګړي شوي شمیر په اندازه مینه وال کولی شي داخله وکړي، تر هغه چې په دې اړه بل حکم کیږي.

محکمې د اسلاميه کالج د داخلې له مسوول پوښتنه کړې چې ولې یې په شرایطو برابرو کسانو ته د داخلې حق نه دی ورکړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له پاکستان د ډېرو کډوالو په ستنېدلو سره هلته زدکوونکو ته هم ستونزې پیدا شوې دي.

لاس انجلس ډیلي نیوز:

لاس انجلس ډیلي نیوز خپله سرمقاله په افغانستان کې د امریکا بیارغونې او نورو مرستندویه پروژو ته ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼه اشاره کوي چې په میلیاردونو ډالر په افغانستان کې په داسې پروژو لګول شوي چې یايي اغیز کم دی یا بې ځایه دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دې برخه کې د امریکا حکومت او نورو نادولتي ادارو ډیره بې غوري کړې او اوس د دې وخت رار سیدلی چې پوښتنه وشي چې ایا د ستونزو د حل لار یوازې دا ده چې پیسې او امکانات د داسې چا په لاس کې ورکړل شي چې حساب کتاب نه مني.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې په نړۍ کې د ولسواکۍ د ملاتړ لپاره د امریکا مرستو ته کتنه کړې او زیاتوي چې په دې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې کیدونکې مرستې په تیرو کلونو کې کمې شوې دي.

د مطلب لیکوال زیاتوي په ۲۰۱۵ کال کې دغه مرستې یو اعشاریه نهه ملیارده ډالرو ته راکمې شوې په داسې حال کې چې دغه مرستې په ۲۰۱۰ کال کې درې اعشاریه پنځه ملیارده ډالره وې.

د مطلب لیکوال په نړۍ کې د ولسواکو نظامونو راتلونکي ته هیله من نه ښکاري او زیاتوي چې ښايي د ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ کړنلارې له امله د بشري حقونو وضعیت ناسم او پایله کې یې په نړۍ کې دیموکراتیک نظامونه کمزوري او استبدادي نظامونه پیاوړي شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر روهینګیا کډوال دردونکې کیسې لري.

برتانوۍ ورځپاڼې د هغې روهینګیايۍ مسلمانې میرمنې کیسه را اخیستې چې له خپلې سیمې د تېښتې پرمهال یې ماشوم زیږیدلی.

ورځپاڼه زیاتوي چې څه باندې یو سل او شپیته زره مسلمانان ګاونډي هېواد بنګلادیش ته اوښتي دي.

ملګرو ملتونو ویلي نږدې دوه سوه زره کسان د ځايي بودایانو له ځورونې د ځان ژغورلو لپاره د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.