"د پاکستان دیني مدرسې دې وڅارل شي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپریس ټرېبیون لیکي چې په پاکستان کې باید دیني مدرسې له سخت دریځۍ سره دمقابلې لپاره وڅارل شي. ورځپاڼه هغو ادعاوو ته، چې په دیني مدرسو کې د ترهګرو او سخت دریځو د روزنې په اړه کیږي اشاره کوي او زیاتوي چې د دیني مدرسو د بورډ بیا فعالولو سره دیني مدرسې نه دي تنظیم شوي، بلکې هغه یې شاتګ بللی.

ورځپاڼه هغه راپور ته هم اشاره کوي چې دوه کاله وړاندې خپور شوی او په کې ویل شوي چې په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۳ زره مدرسې فعالیت کوي چې له بهره مرستې تر لاسه کوي.

راپور زیاتوي پاکستان دغه مدرسې نه څاري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګ لارې په غبرګون کې د چین او پاکستان د غبرګونونو په اړه یو مطلب خپور کړی.

د مطلب لیکوال وايي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ګډې غونډې خبره داسې مهال کړې ده چې امریکا غواړي په افغانستان کې له وسله والو سره روانه جګړه سخته او پراخه کړي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د پاکستان د بهرنۍ کړنلارې نوې کولو او په ټاکلو کې د ملکي ادارو د زیاتې ونډې ورکولو ته ځانګړې کړې ده .

ورځپاڼه په دې نظر ده چې اوسني منځ مهال حکومت باید په دې برخه کې ژر لاس په کار شي، ځکه د تېر حکومت په دوره کې د څلورو کلونو لپاره پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نه درلود.

ورځپاڼې د پوځ د مشر هغه څرګندونې چې پکې یې ټول نادولتي وسله وال ګروپونه رد کړي و او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر وروستي څرګندونې نیک پال ګڼي او زیاتوي چې په نوې بهرنۍ کړنلاره کې باید د هر ډول وسله والو ډلو فعالیت په ډاګه رد شي او پر سیمه ییزه سوداګرۍ او همکارۍ ټینګار وشي.

ورځپاڼه وايي که څه هم په ځینو برخو کې لکه له هند سره اړیکو کې ژر بدلونونه نه شي راتلی خو له دې سره ، سره د پاکستان د بهرنۍ کړنلارې ته له سره کتنه یوه اړتیا ده .

په همدې ورځپاڼه کې په هند، امریکا او چین کې د پاکستان د پخواني سفیر یوه مقاله خپره شوې.

دی زیاتوي د پاکستان د ناکامۍ یو لامل دادی چې د خپلې کړنلارې په اړه د افغانانو باور له لاسه ورکړی او امریکا او نورو عربي هېوادونو ته یې دا زمینه برابره کړه چې له ایران سره یې اړیکې خرابې کړي.

د پاکستان دغه پخوانی سفیر وايي په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ قوماندانۍ ته د افغان ولسمشر ورتګ یو فرصت و چې له لاسه ووت، او له دې وړاندې هم داسې ځینې فرصتونه ضایع شوي دي چې د ښو اړیکو لپاره په لاس راغلي وو.

عربستانۍ عکاظ ورځپاڼه

د سعودي عربستان ورځپاڼې عُکاظ لیکی چې ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سیمې د امنیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ورځپاڼه زیاتوي دواړو ټینګار وکړ چې د ریاض په سرمشریزه کې باید د هېوادونو له خوا له ترهګرۍ او سخت دريځۍ سره د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې عملي شي.

ورځپاڼه زیاتوي دواړو دغه راز د ایران د رژیم د خطر په اړه هم خبرې وکړې. خو ورځپاڼې نه دي ویلي چې دواړو له قطر سره د رامنځته شوې شخړې په اړه خبرې وکړې او کنه.

د قطر الراي ورځپاڼه

خو د قطر الراي ورځپاڼې لیکي چې د امیر تمیم بن حمد آل ثاني ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټیلیفون کړی او د خلیجي هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې لانجې په اړه یې خبرې وکړې.

ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي ټرمپ آل ثاني ته له محمد بن سلمان سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

ورځپاڼې محمد بن سلمان سلمان د آل ثاني ورور بللی او زیاتوي چې تمیم بن حمد له بن سلمان سره په خبرو کې د روان ستونزې پر سوله ییزه حل ټینګار وکړ.

ورته مطالب