نیویارک ټایمز: د شهید اونۍ، کابل وېشل شوی و

.
Image caption د شهید اونۍ پر ورځ ظاهرا د حکومت د کنټرول څرک نه و

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د پرونیو ګډوډیو او هوايي ډزو په اړه په اړه یوه مطلب کې لیکي چې په دغې ورځې کابل یو ځل بیا ګډوډي او ناقانوني په داسې حال کې تجربه کړه او خلک له ویرې او ترهې په خپلو کورونو کې ایسار وو چې ظاهرا د حکومت د کنټرول څرک نه لګیده.

ورځپاڼه لیکي د پروني تلین د ګډونوالو په پرتله پولیس په وسله او شمېر کې کم ښکاریدل.

نیویارک ټایمز د یوه لوېدیځ چارواکي خبره را اخیستې چې ویلي یې دي، کابل ښار پرون تقسیم شوی و، اشاره یې دې ته وه چې پولیسو د پرونۍ ګډوډۍ ګډونوال هغو سیمو ته نه پریښودل چې د احمد شاه مسعود د تلین د لمانځلو مخالفین په کې اوسیږي، چې د تیرو کلونو په څیر اخ وډب رامنځته نه شي.

ورځپاڼه د روغتیايي چارواکو له قوله لیکي، په پرونیو هوايي ډزو کې پنځه تنه ټپيان شوي هم دي. ورځپاڼه دغه راز زیاتوي د احمد شاه مسعود د تلین په شپه هم د تلین د ګډونوالو په موټر درې ماشومان وهل شوي وو.

ورځپاڼه د کورنیو چارو وزارت له قوله وايې چې په دې تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼه

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي چې د چین ولسمشر د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اونګ نه خوښوي، خو د هغه پر تله له ګډوډۍ سره لا ډیره کرکه لري.

د ورځپاڼې په دغه تحلیلي مطلب کې لیکل شوي چې امریکا چین ته چې شمالي کوریا ته د صادراتو اتیا سلنه برخه په واک کې لري، ډیر تمه کوي چې د شمالي کوریا د اتومي او راکټي پروګرام په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي، خو د مطلب د لیکوال په وینا چین په دې برخه کې ډیر څه نه کوي او ځینې مجبوربیتونه هم لري.

لیکوال وايي د شمالي کوریا د سرغړونو بله ګټه چین ته داده چې په دې لاره کې د امریکا د پوځ ډیر امکانات کارول کیږي.

مصرۍ الاهرام ورځپاڼه

مصرۍ ورځپاڼه الاهرام لیکې چې ددغه هېواد په سویلي کې د فرعوني دورې د یوه زرګر د کورنۍ هدیره له ځمکې لاندې موندل شوې ده . دغه هدیره د اُمنمحات د یوه زرګر د کورنۍ ده چې د فرعوني دورې د اتلسمې کورنۍ پاچا آمون کورنۍ ته به یې ګاڼې جوړولې.

ورځپاڼه زیاتوي له دغې هدیرې یو سل او پنځوس مجسمې او تابوتونه تر لاسه شوي دي. له هدیرې د موندل شویو شیانو په ډله کې یو هم د أمنحتب په نوم د یوې میرمنې او د هغې د دوه زامنو د مومیايي شویو جسدونو پاتې شونې دي.

ورځپاڼه زیاتوي دا د مصر د لرغونو اثارو په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده او بله ځانګړتیايې داده چې دغه هدیره د بهرنیو لرغون پوهانو له مرستې پرته مصري لرغونپانو راسپړلې ده.

ورته مطالب