سوري ځواکونو دیرالزور هوايي ډګر له داعش جنګیالیو نیولی

. د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو په ديرالزور کې د کلابندو ملکي کسانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د سوریې د دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دیرالزور هوايي ډګر کلابندي یې د پوځ او نورو مرستندویه ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ماته کړې ده.

اسلامي دولت نومې ډلې درې کاله وړاندې دغه هوايي ډګر نیولی و.

څو ورځي وړاندې د سوریي چارواکو د دولتي ځواکونو له خوا د دیر الزور ښار د نیولو خبر ورکړ، خو په لندن کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د دیر الزور ښار په شاوخوا کې لاهم د اسلامي دولت نومې ډلې له وسله والو سره د دولتي او دولت پلوو ځواکونو چې روسي ځواکونه یې ملاتړ کوي، جګړه روانه ده.

له دې سره هم مهاله د سوریې دیموکرات ځواک د دیرالزور ولایت په شمالي سیمه کې له اسلامي دولت ډلې د نورو سیمو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي. عرب او کردان د دغه ځواک سرتیري دي.

په دیرالزور کې لکه د سوریې د بل ښار رقه په څیر ملکي وګړي ایسار دي چې شمیر یې څه باندې نوي زرو ته رسیږي.

ملګري ملتونه دغو ملکي وګړو ته د هوا له لارې مرستې رسوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دیرالزور پوځي ټولنې چې د سوریې د ډیموکراټيک ځواک برخه ده، د داعش پر وړاندې تازه عملیات اعلان کړل

ملګرو ملتونو دغه راز په دیرالزور ښار کې د ملکي وګړو د وضعیت په اړه ژوره اندیښنه ښودلې وه او د هغوی وضعیت یې ډیر سخت بللی و.

دیر الزور په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې تر ټولو لوی او وروستی مرکز بلل کیږي.

د سوریې بل ښار رقه چې اسلامي دولت ډله یې خپله پلازمینه بولې، لا هم د دغې ډلې په لاس کې دی چې د سوریې دیموکرات ځواک له خوا کلابند دی د امریکا د متحده ایالتونو په هوايي مرسته یې د بېرته نیولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

ورته مطالب