مکسیکو کې زلزله: د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی

اوکساکا د انځور حقوق AFP
Image caption اوکساکا ایالت کې ګڼ شمېر کورونه پر کنډوالو بدل شوي دي

مکسیکو کې د پنجشنبې ورځې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی دی. یوه حکومتي ویندوی ویلي، یوازې سویل لویدیځ اوکساکا ایالت کې ۷۱ کسان دغه زلزله کې وژل شوي دي. د ریکتر پر کچه د دغې زلزلې شدت اته اعشاریه یو ثبت شوی دی.

چارواکو ویلي له زلزلې وروسته ۷۲۱ ځله کوچني ټکانونه ثبت شوي دي او سلګونو کورنیو د دویم ځلې زلزلې له ډاره شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې.

ایټالیا کې زوروره زلزله شوې

نیوزیلنډ کې دویمه لویه زلزله شوې

دا په تېره یوه پېړۍ کې دغه هېواد کې تر ټولو سخته زلزله بلل کېږي. د جمعې پر ورځ د دغه هېواد ختیځې برخې سمندرې توپان وځپلې او د ګڼ باران او ځمکښوېدنې له کبله دوه کسان وژل شوي وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د زلزلې ټکانونو په خورا لرې پرتو سیمو کې هم محسوس شوي دي
د انځور حقوق Reuters
Image caption د شنبې پر ورځ ځینې سیمې توپان وځپلې
د انځور حقوق EPA
Image caption د شنبې پر ورځ مرستندویان تر خاورو لاندې شوي کسان راباسي
د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption په زلزله کې د ټپي شویو کسانو درملنه کېږي
د انځور حقوق AFP
Image caption د حکومت له لوري له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره کمپونه لګول شوي
د انځور حقوق AFP/getty
Image caption په زلزله کې د وژل شویو کسانو خواشیني خپلوان
د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption اوکساکا کې د زلزلې له کبله کورونه وران ویجاړ شوي دي
د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption ډېر کسان په اوکساکا ایالت کې وژل شوي دي
د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption مرستندویان هغه توکي یو ځای کوي، چې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره راټول شوي دي

ورته مطالب