د تيزاب شيندنې د يوې قربانۍ رنځ او کړاو

د انځور حقوق RESHAM KHAN
Image caption ريشم د خپلو اصلي عکسونو خپرولو ترڅنگ يې ليکلي چې د مخ پوټکى يې زېږه شوى، وريځې يې سوځېدلي.

د تيزاب شيندنې پېښې قربانۍ ٢١کلنه ريشم خان وايي څېرې ته يې زيان اوښتى خو د مثبت فکر کولو هڅه کوي.

پر ريشم خان او تره زوى يې جميل مختار تېر جولاى هغه مهال د يوۀ سړي له لوري تيزاب وپاشل شول چې په گاډي کې سفر کاوه هغه هم په دغه بريد کې سخت ژوبل شو.

ريشم پر خواله رسنيو د ليکنو او انځور خپرولو له لارې د هغه رنځ او کړاو کيسې کولې چې دا په خپله او يا د تيزاب شيندنې قضيو نور قربانيان يې گالي.

خو هغه چې د په دغه بريدونو کې ډېر ژوبل شوي رنځ او کړاو يې ښايي ډېر زيات وي.

ريشم وړاندې ليکلي چې د ځان وينځلو په څېر ورځنيو چارو کې کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده. لکه شامپو او صابون يې بايد پر مخ و نه لگېږي.

خو خلکو لپاره خوشالونکي د نوموړې هغه عکسونه و چې د اختر په ورځو کې يې خپاره کړل.

په انځورونو کې ريشم ليدل کېده چې سينگار يې کړى او تر ډېره يې څېره رغېدلې برېښېده.

خلکو نوموړې ته د ملاتړ پيغامونه ولېږل.

هغه څو ورځې وړاندې بيا پر خواله رسنيو څرگنده شوه او وې ويل چې د اختر پر ورځ د خپاره شويو انځورونو له امله د ملاتړ پيغامونو يې روحيه پياوړې کړې خو دا يې هم وويل چې دا انځورونه رښتوني نه دي او په کې لاس وهل شوى و.

نوموړې زياته کړې پر مخ يې د سينگار ډېر توکي کارولي او بيا يې د يوۀ اپلېکشن په وسيله عکسونه لا ښايسته کړي و.

د انځور حقوق RESHAM KHAN
Image caption نوموړې زياته کړې پر مخ يې د سينگار ډېر توکي کارولي او بيا يې د يوۀ اپلېکشن په وسيله عکسونه لا ښايسته کړي و.

ريشم د خپلو اصلي عکسونو خپرولو ترڅنگ يې ليکلي چې د مخ پوټکى يې زېږه شوى، وريځې يې سوځېدلي.

هغه وايي "خو د ډېرو سينگار توکو په مټ د داغونو له پټولو سره ځان را ته د پخوا په څېر ښکاره شو. له سترگو مې د خوشحالۍ او احساساتو اوښکې وبهېدې، هندارې ته مې وکتل او ځان مې هماغسې احساس کړ لکه پخوا چې وم."

برتانیا: د تېزاب شیندلو پر مجازاتو غور کېږي

کندز کې پر درو نجونو او مور و پلار تيزاب پاشل شوي

پر یوه افغان خبریال تیزاب شیندل شوي

خو ريشم وايي اوس هم مثبت فکر کوي او سترگې په لار ده چې ژوبله شوې سترگه يې عمليات شي.

د انځور حقوق RESHAM KHAN
Image caption ريشم له پېښې وړاندې او وروسته

بريتانیا کې د تېزاب شیندنې پېښې د ٢٠١٢ م کال پرتله دوه برابره ډېرې شوي. حکومت د تېزاب پلورلو او ملکیت په اړه قوانین سخت کړي دي.

ورته مطالب