د میانمار په سرحد کې بمونه روهینګیا کډوال ژوبلوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption نږدې ۱۵ ورځې کېږي چې تر دریو لکو ډېر روهنګیا بنګله دېش ته کډه شوي.

بي بي سي د روهینګیا مسلمانانو له داسې ډلې سره خبرې کړې چې وايي له تاوتریخوالي د تېښتې پر مهال یې د میانمار د ځواکونو په ښخو شویو بمونو کې غړي پرې شوي دي.

په دوی کې یو هم ۱۵ کلن هلک دی چې پښې یې پرې شوې او بنګله دېش کې یې درملنه کېږي.

په دغه روغتون کې یوې ښځې وویل، له خپلې کورنۍ سره د میانمار د پوځ له بریدونو تښتېدله چې پښې یې په مین پرې شوې.

هیڅ داسې سندنشته چې وښيي، په دغو دوو پېښو کې کومه ډله لاس لري.

* د روهینګیا دوښمن بودايي راهب؛ ځان "بن لادن" بولي

* ملاله یوسفزۍ: نړیواله ټولنه دې روهینګیا مسلمانان وژغوري

په وروستیو اونیو کې له درې لکو ډېر روهینګیا مسلمانان له میانمار یا برما تښتېدلي دي.

د دغه هېواد پوځ د ولسي وګړو په نښه کول ردوي.

خو د بښنې نړیوالې ادارې د یکشنبې په ورځ د میانمار چارواکي تورن کړل چې په سرحدي سیمو کې په داسې لارو کې بمونه ښخوي چې کډوال یې کاروي.

په میانمار کې یوې خبرې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته وویل، دا بمونه د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې ښخ شوي او پوځ یې له هغه مهال راهیسې د لرې کولو هڅه کوي.

د هغه په خبره، په وروستیو کې په دغه سیمه کې بمونه نه دي ښخ شوي.

۵۰ کلنه مور چې دواړه پښې یې پرې دي

ر د انځور حقوق .
Image caption د سابقور بهار دواړه پښې پرې شوې دي.

کوم روغتون ته چې بي بي سي تللې کارکوونکي یې وايي، داسې خلکو چپاو پر ور وړی چې په چاودنو کې ټپي شوي دي.

د ۱۵ کلن هلک عزیز الحق مور چې دوه پښې یې پرې شوې وايي، ورور یې هم په دغه برخلیک اخته دی.

هغې بي بي سي ته وویل: "ډېر بد حالت کې دی، له مرګ سره مخ دی، که خدای وژلی وی، ښه به و، ځکه ډېر سخت رنځېږي".

سابقور نهار وايي، له میانمار ځکه وتښتېدله چې پوځ یې د اوسېدلو ځای په نښه کړی و.

* م. م د میانمار چارواکي د روهینګیا مسلمانانو په ټولوژنې تورن کړي

* 'دوی زموږ جومات او کورونه وسوځول'

هغه له دریو بچیانو سره له پولې د تېرېدلو پر مهال پر ماین ختلې ده.

دغه ۵۰ کلنه ښځه وايي: "پر موږ یې ډزې وکړې، برید یې وکړ او زموږ پر لار یې بمونه ښخ کړل".

په میانمار کې د اګسټ پر ۲۵ له هغه وروسته نوی تاوتریخوالی پیل شو چې روهینګیا وسلوالو د راخین شمال کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ او ۱۲ پولیس یې ووژل.

په دغو عملیاتو پسې حکومت پراخ عملیات پیل کړل چې له نړیوالو نیوکو سره مخ شول.

م م میانمار پر توکم پاکونه تورن کړ

د انځور حقوق .
Image caption د روهینګیا یو سوځل شوی کلی.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو لوی کمېشنر زید رعد الحسین د دوشنبې په ورځ وویل، چې د روهینګیا مسلمانانو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات "د توکم پاکونې پخوانۍ بېلګه ده".

هغه پر میانمار غږ وکړ چې د روهینګیا پرضد "ژر تر ژره دا تاوتریخجن پوځي عملیات" وځنډوي.

روهینګیا لږکي مسلمانان دي چې له تابعیت پرته په بودايي اکثریت میانمار کې اوسي او له ډېر وخت راهیسې ځپل کېږي.

میانمار دا خلک بې قانونه کډوال بولي.

بنګله دېش لا د مخه د لکونو روهینګیا کوربه دی، چې د میانمار په راخین کې له تاوتریخوالي تښتېدلي دي.

د رپوټونو له مخې په بنګله دېش کې د کډوالو پنډغالي ډک دي او نوي ور تلونکي چې هر ځای پیدا کړي هملته اړوي.