'کابل ته لېږل شوی پناه غوښتونکی دې بېرته برتانیا ته راوستل شي'

صمیم بېګزاد د انځور حقوق .
Image caption برتانیا کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تر کلکو نیوکو لاندې راغلی چې ولې یې د محکمې حکم له پامه غورځولی دی.

هغه افغان پناه غوښتونکی چې برتانیا کې یې پناه غوښتنه رد شوې وه او په ناندرییز ډول کابل ته استول شوی و، برتانیا کې یې محکمه ګټلې او د بېرته راوستلو حکم یې ورکړل شوی.

۲۲ کلن صمیم بېګزاد د ترکیې استانبول هوايي ډګر کې د کابل الوتنې ته په تمه و چې د سترې محکمې یوه قاضي برتانیا ته د هغه د بېرته ستنولو حکم ورکړ، خو له دغه سره هم، د ښاغلي بېګزاد د وکیل په وینا، کابل ته واستول شو.

برتانیا کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تر کلکو نیوکو لاندې راغلی چې ولې یې د محکمې حکم له پامه غورځولی دی.

تېره میاشت افغانستان ته د صمیم بېګزاد په زوره استول ځکه ناندرییز شو او د خبري رسنیو پام یې ځان ته ور واړاوه چې د الوتکې پيلوټ ترکیې ته د هغه له لېږده انکار وکړ او ښاغلی بېګزاد بېرته د کډوالو ساتنې یوه مرکز ته یوړل شو.

خو د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د رد شوي کډوال د بېرته استول له پرېکړې لاس وانه خیست او بل ځل یې پرته له دې چې ښاغلي بېګزاد ته ځو ورځې وړاندې د ده د بیا لېږلو د پرېکړې خبر ورکړي د یوه خپلوان، آرش په وینا یې، یوازې څو ساعتونه وړاندې خبر ورکړی و چې ترکیې ته به واستول شي.

د برتانیا اینډېپنډنټ ورځپاڼه لیکي، ویل کېږي د دې لپاره چې د ښاغلي بېګزاد شور او غږ د دې لامل نه شي چې دی له الوتلو پاتې شي، د جي-فور-اس امنیتي کمپنۍ کارکوونکو د ده خوله په لاس پټه نیولې وه.

تېر ځل وړاندې تر دې چې ښاغلی بېګزاد د هیترو هوايي ډګر ته بوتلل شي، یو شمېر کمپاین کوونکو د هغې الوتکې مساپر د ښاغلي بېګزاد له مسلې خبر کړل چې ټاکل شوې وه دی پکې واستول شي، وروسته بیا د الوتکې پیلوټان هم له دغې اندېښنې خبر شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا د کورنیو چارو وزارت افغان پناه غوښتونکی د ترکیې په هوايي کرښې کې کابل ته استاوه.

ښاغلی بېګزاد د برتانیا په جنوبي کېنټ سیمه کې اوسېده. ده بي بي سي ته وویل چې په افغانستان کې ده ته خطر شته "له طالبانو وېره"لري او په کابل کې یې د برتانیا له سفارت سره یې تماس نیولی چې ژر تر ژره برتانیا ته د ستنېدو ټکټ ورته برابر کړي.

د ډنکن لووېس د وکالت دفتر غړی جېمي بل وايي، د سترې محکمې حکم کې ویل شوي چې ښاغلی بېګزاد دې "په بل د لاسرسۍ وړ الوتنه کې"راستون کړای شي.

تېر ځل د لندن هېترو هوايي ډګر کې چې د ترکیې هوايي شرکت پیلوټ د ښاغلي بېګزاد حالت او ناخوښي لېدلې وه ویلي یې ول چې نه غواړی دی په خپله الوتکه کې ولېږدوي.

پیلوټ ویلي ول، دا چې د "چا ژوند له خطر سره مخامخ دی"دی نه غواړي الوتکه هوا ته پورته کړي. د اروپا قوانین پیلوټانو ته اجازه ورکوي، چې که 'لازمه ' بولي کولای شي له الوته انکار وکړي.

د ښاغلي بېګزاد وکیل وايي چې د ده د نه استولو حکم وړاندې تر دې چې الوتکه والوزي د برتانیا کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی و، نو ځکه دوی غواړي د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي بېګزاد د استولو لامل په ګوته کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی پر "لا روانو"قضیو نه غږېږي.

صمیم بیګزاد دوه کاله وړاندې برتانیا ته له ناقانونه لارو لیکو رسېدلی و خو د ده د پلار پناه غوښتنه لا وړاندې برتانیا کې منل شوې ده او له ۱۰ کلونو راهیسې دغه هېواد کې ژوند کوي.

د بېګزاد پلار چې برتانوی پاسپورت لري، یو ځل هڅه کړې وه چې خپل زوی په رسمي ډول وروبولي خو غوښتنلیک یې رد شوی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې وروستیو کې بي بي سي موندلې چې د کډوالو د بېرته استولو په مرکزونو کې له دوی سره سم چلند نه کېږي.

ښاغلی بېګزاد برتانیا ته د فرانسې له لارې رسېدلی و او ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې ژوند د طالبانو له لاسه له خطر سره مخامخ دی. د ده په وینا، که افغانستان ته ستون شي له امریکایانو سره د همکارۍ په تور به ووژل شي، ځکه ده له افغان ځواکونو او امریکایانو سره قراردادونه لرل.

اینډېپنډنټ ورځپاڼه لیکي، دوی داسې قراردادونه او د مالیې اسناد لیدلي چې د ښاغلي بېګزاد ادعا سمه ثابتولی شي.

د ښاغلي بېګزاد د پناه غوښتنې رد د برتانیا د کورنیو چارو د وزارت له خوا سمه پرېکړه بلله شوې. د برتانیا کډوالۍ تنظیم ادارې یوه ویاند ویلي ول، د ښاغلي بېګزاد قضیه کې"عادلانه پرېکړه" شوې ده او دغه پرېکړه له بشري حقونو سره ټکر کې نه ده.

دغه ویاند وايي:"یوازې هغه مهال کډوال له هېواده ایستل کېږي، چې د کډوالۍ اداره او محکمه دواړه د دغې چارې پر خوندیتوب باوري شي."

دمګړۍ د صمیم بېګزاد مدافع وکیل پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي دی بېرته برتانیا ته ستون کړي.

د ښاغلي بېګزاد په قضیې کې نه یوازې دا چې وکیل یې رسمي هڅې وکړې، بلکې کمپاین کوونکو هوايي ډګر ته ځانونه ورسول او یا یې هم پر ټولنیزو شبکو خپل غږ پورته کړ او د ترکیې د هوايي شرکت پام یې مسلې ته واړوه، چې پایله دا شوه چې په لومړي سر کې یو نه منل شوی افغان پناه غوښتونکی به، له کابله بېرته برتانیا بیول کېږي.