روهېنګیا مېرمنې د جنسي تېري کیسې کوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د اګسټ له ۲۵ وروسته ډېرې روهینګیا مېرمنې او ماشومان له میانمار وتلي.

له میانمار بنګله دېش ته تللې ځینې روهېنګیا مېرمنې وايي، جنسي تېری پر شوی دی.

دوی دا هم وايي، ځینې مېرمنې له جنسي تېري وروسته وژل شوې دي.

* د روهینګیا دوښمن بودايي راهب؛ ځان "بن لادن" بولي

* ملاله یوسفزۍ: نړیواله ټولنه دې روهینګیا مسلمانان وژغوري

بنګله دېش کې ډاکټران وايي، ډېرې روهېنګیا مېرمنې د شرم له امله له درملنې هم په شا کېږي.

د بي بي سي له خبریالې فرحانه پروین سره په خبرو کې دغو ښځو خپل نومونه بدل ښودلي دي.

د مېندوارۍ د مخنیوی درمل غوښتل

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګرو ملتونو د روهینګیا ضد عملیات توکم وژنه وبلله.

هاجره بېګم هم له جنسي تېري سره مخ شوې روهینیګايي مېرمن ده ده.

دا وايي، د میانمار پوځ یې کورونه کلابند کړل، څوک چې په تېښته بریالي شول هغه بچ شول:

"خو څوک چې تښتېدلی نه شول یا ووژل شول او یا هم زما په څېر جنسي تېری پر وشو".

* 'دوی زموږ جومات او کورونه وسوځول'

* د میانمار په سرحد کې بمونه روهینګیا کډوال ژوبلوي

نوموړې وايي، له جنسي تېري وروسته زه بریالۍ شوم چې ژوندۍ پاتې شم:

"خو هلته نورې نجونه له تېري وروسته ووژل شوې".

هاجره بېګم وايي، له جنسي تېري وروسته یې له پوځ طبي مرسته وغوښته، خو هغوی ور نه کړه.

"زما په څېر ډېرو ښځو له پوځ د درملنې غوښتنه وکړه، په تېره داسې درمل مو وغوښتل چې د مېندوارۍ مخنیوی وکړي، خو هغوی زموږ لاسنیوی ونه کړ".

په زوی نوی نوم اېښودل

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption بنګله دېش کې ځايي او نړیوال ډاکتران د روهینګیا مېرمنو او ماشومانو درمنله او پالنه کوي.

د اګسټ له ۲۵ راهیسې ډېر روهېنګیا ماشومان او مېرمنې بنګله دېش ته تللي.

دوی وايي، سړي یې ووژل شول او پر مېرمنو جنسي تېری وشو.

* ملګري ملتونه: میانمار غواړي ټول روهينګیا مسلمانان ووژني

* سمندر کې پاتې ۱۰ برمايي مسلمان کډوال مړه شوي

ریحانه بېګم هم له خپل زوی سره له میانمار وتلې ده.

د هغې زوی ۱۵ کلن دی، خو اوس یې نوی نوم پر اېښی دی او نوزېږ یې بولي.

"زه وېرېږم چې پوځ به ما زوی را نه وړی وي، خو زه به تر اوسه پر خبره نه یم".

د پېښې شاهد

د انځور حقوق Getty Images

محمد الیاس دوه اونۍ وړاندې له میانمار وتلی، هغه له روهینګیا مېرمنو سره د جنسي تېري کیسې کوي.

"یوه مېرمن مې لیدله چې جنسي تېری پر کېده، په څنګ کې یې بچی هم و، وروسته مې د هغې نیم سوځېدلی بدن ولید".

د بنلګه دېش په کوکس ولسوالۍ کې اوس ځايي او څو نړیوال ډاکټران د روهینګیا مېرمنېو او ماشومانو درمنله کوي.

* سلګونه روهنګیا کډوال مالیزیا ته رسیدلي

* مېانمار کې د بي بي سي خبریال د سترګو لیدلی حال

دوی وايي، ډېری مېرمنې له وېرې او بدنامۍ له دوی سره د شوي جنسي تېري کیسې پټول غواړي، چې له امله یې دوی له اړینې درملنې هم بې برخې کېږي.

بنګله دېشی ډاکټر مصباح الدین احمد وايي، د جنسي تېري ۱۸ کیسې یې اورېدلې دي، خو کره شمېر له دې ډېر دی.

دوی وايي، که اغېزمنې ښځې ونه پېژندل شي او درملنه یې ونه شي، نو اوږدمهالی به اغېز پر پاتې شي.

د انځور حقوق Getty Images

اړونده مطالب