روهېنګیا مسلمانانو ته هندي سکانو لنګر جوړ کړی

روهېنګیا د انځور حقوق Khalsa Aid
Image caption د خالصا موسسې مشر اېنډیان اېکسپرېس ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی ډارېدل خلک د ډوډۍ په لیدو د ټېل ماټېل له امله تر پښو لاندې نه شي.

د هندي سکانو یوې خیریه موسسې له میانمار سره پرپوله په بنګله دېش کې د روهېنګیا وراوښتونکو کډوالو لپاره د پخ شوې ډوډۍ مرسته پیل کړې ده.

خالصا اېډ خیریه موسسې چې مرکز یې په برتانیا کې دی د میانمار له مسلمانانو سره د خوراکي مرستو لړۍ په دې شعار پیل کړې چې "انسانیت تر هرڅه لوړ دی."

روهېنګیا مسلمانان چې د میانمار په رخاین ایالت کې مېشت دي دغه هېواد کې غیر قانوني کډوال بلل کېږي. سره له دې چې روهېنګیا له نسلونو راهیسې میانمار کې ژوند کوي دغه هېواد یې خپل اتباع نه بولي او د بودایانو له خوا له زور زیاتي سره مخامخ دي.

خالصا اېډ چې د روهېنګیاوو پر وضعیت یې خواشیني څرګنده کړې یوه اوونۍ وړاندې له میانماره د کوچېدونکو روهېنګیاو حالت ته په کتو خپل هندوستان مېشتي کارکوونکي بنګله دېش ته واستول او د ډوډۍ او اوبو په رسولو یې پیل وکړ.

هند کې د دغې موسسې مشر امر پریت سنګ وايي:"ما هېڅکله هم داسې څوک نه و لیدلي چې د اوبو په څښلو دومره سکون ومومي."

ښاغلی سنګ وايي نه یوازې د خوراکي توکو بلکې د لېږد مرسته هم له روهېنګیاو سره کوي. دی وايي:"دوی (روهېنګیا) کمپ ته د تګ لګښت هم نه لري، رېکشاو ډېرې اړتیا ته په کتو خپلې بیعې لوړې کړي نو موږ کمپونو ته د کورنیو د بیولو تابیا هم کوو".

دغې موسسې د شاه پوري د وچې پر غاړه مرکز جوړ کړی چې ډېری کډوال په سمندر کې له څو ورځني سفر وروسته ور رسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره میاشت برما کې د تاوتریخوالي ډېرېدو راهیسې ۳۷۹ زره روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي انتونیو ګوترېش میانمار کې د روهېنګیا مسلمانان حالت "ناورین" بللی دی او ویلي یې دي پر کلیوالو روهېنګیا مسلمانو د امنیتي ځواکونو ادعا شوي بریدونو د زغملو نه دي. ښاغلي ګوترېش سملاسي د پوځي عملیاتو لغو کولو غوښتنه وکړه.

خو د برما پوځ وايي دوی د وسله والو پر ضد عملیات کوي او نه مني چې پر ملکي خلکو دې یې بریدونه کړي وي.

د خالصا موسسې مشر اېنډیان اېکسپرېس ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی ډارېدل خلک د ډوډۍ په لیدو د ټېل ماټېل له امله تر پښو لاندې نه شي، ځکه د ده په وینا هلته همدا اوس ۳۰۰ زره کډوال شته. دغه خیریه موسسه وایي ماشومان د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره لالهانده ګرځي راځي.

تېره میاشت برما کې د تاوتریخوالي ډېرېدو راهیسې ۳۷۹ زره روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم له روهینګیا سره روان تاوتریخوالی د انساني حقونو مسله بللې او له حکومتونو یې غوښتي چې غبرګون وښيي.

رپوټونه وايي، د میانمار امنیتي ځواکونو او توکمپالو ډلو په سلګونو روهینګیایان وژلي او کورونه یې ترې سوځولي دي. دا تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو چې د روهینګیا مسلمانانو یوې وسلوالې ډلې د اګسټ پر ۲۵ د پولیسو پر څو پوستو برید وکړ.

د میانمار پر حکومت له روهینګي مسلمانانو سره د چلند پر سر نړیوال فشار مخ په ډېرېدو دی او نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن هم د برما پر چارواکو غږ وکړ چې د اوسني تاوتریخوالي مخه دې ونیسي.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانانو د روهېنګیاو په ملاتړ او د میانمار د دولت د کړنو په غندنه غږ پورته کړی خو له هغوی سره عملاً د مرستې لږ ګامونه پورته شوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
روهینګیان څوک دي او د میانمار حکومت ورسره څه ستونزه لري؟ د همدې او ګڼو نورو پوښتنو د سپړلو له پاره اوونیز ګردی مېز لرو.