یوګنډا حکومت کډوالو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکوي

. د انځور حقوق .

تېر کال یوګنډا داسې هېواد وبلل شو، چې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېر کډوال ورغلي دي. ویل کېږي د کډوالو په تړاو د دغه هېواد پالیسي دومره له سخاوته ډکه ده، چې نویو ورغلیو کډوالو ته د کور جوړولو لپاره یوه ټوټه ځمکه هم ورکوي.

خو دغه کډوال معمولا له یوه لور سره راځي، چې دغه شاړې او له ونو، بوټو ډکې ځمکې ودانې کړې.

دغه ځمکې د یوګنډا په شمال لوېدیځ کې د رهینو نومي پنډغالي کې وېشل کېږي. دغه ځای د سیمې له یو شمېر ورته پنډغالیو یو دی، چې تر اوسه پورې له یو میلیون ډېر کډوال د سویلي سودان له کورنۍ جګړې ورتښتېدلي دي.

د انځور حقوق .
Image caption د کډوالو ډېر شمېر مېرمنې او ماشومان دي

ځايي چارواکي کډوالو ته د ځمکې ټوټه په نښه کوي او ورته وايي، چې باید د ځان لپاره پرې مېشت ځای جوړ کړي. د یوګنډا د پالیسۍ له مخې دغه کډوال د کروندې کرلو لپاره هڅول کېږي او خیریه موسسې تخمونه او ځینو ته وزې ورکوي.

کډوال له ځنګلي ځمکې د لورونو په وسیله واښه او بوټي پاکوي، خو یو شمېر هغو ته چې ډېر ناتوانه وي، د کور جوړولو وسایل هم ورکول کېږي. له دغه ځای ۳۰ کیلومتره لرې د بیدي بیدي په نوم یو بل پنډغالی دی، چې ۲۷۵ زره کډوال په کې مېشت دي.

د انځور حقوق .
Image caption ډېر کډوال تش لاسونه له خپل ټاټوبي وتلي دي

دغه پنډغالی په شمالي یوګنډا او دغه راز په نړۍ کې تر ټولو لوی هغه بلل کېږي. د دغه ځای خاوره پسته ده او په کې مېشتو کډوالو په خپلو لاسونو خټین کورونه ودان کړي دي. یوګنډا حکومت کډوالو ته د دغو ځکو له ورکولو مخکې د ځمکې له نژدې ۲۰۰ ځايي څښتنانو سره خبرې کړې دي.

د ځمکې څښتنان له دې کبله هیله من دي، چې پر ځمکو یې ښوونځي، روغتونونه او سړکونه او ښوونځي ودانیږي، چې کډوال او ځايي ماشومان په کې شریکې زده کړې کوي. خو دې سره د سون لپاره د کډوالو له لوري د ونو وهلو له کبله کله نا کله شخړې هم راپورته کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب