"CIA له ټرمپ په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ډېر واک غواړي"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق AFP

امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې د امریکا له ولسمشر غوښتي چې په افغانستان او نور سیمو کې ورته پر ترهګرو د بریدونو لپاره د بې پيلوټه الوتکه د کارولو اجازه ورکړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي که ولسمشر ډونالډ ټرمپ سی ای اې ته د بې پیلوټه الوتکو د کارولو اجازه ورکړي نو دا به لومړی ځل وي چې دغه اداره په افغانستان کې په ښکاره داسې بې ساری صلاحیت ترلاسه کوي او لومړی ځل به وي چې سی ای اې به وکولی شي د پولې په بله غاړه کې د پاکستان په خاوره کې پر القاعده او نورو ترهګرو ډلو بریدونه وکړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې د سي ای اې له لویو هدفونو کې به یو هم په افغانستان کې د حقاني ډله وي چې د طالبانو مهمه پوځي برخه بلل کیږي.

ورځپاڼې د مخکېني ولسمشر بارک اوباما دورې او پر امریکايي ځواکونو لګول شویو محدودیتونو ته اشاره کوي او زیاتوي چې د سي ای اې د مشر مایک پامپیو استدلال د نورو صلاحیتونو د تر لاسه کولو لپاره همدا دی چې د اوباما د دورې محدودیتونو له ترهګرو سره په جګړه کې د امریکا لاسونه تړلي و.

د ورځپاڼې د راپور له مخې اوس په افغانستان او نورو سیمو لکه یمن، لیبیا او سومالیا کې د بې پيلوټه او نورو الوتکو په کارولو کې پنټګان مخکښ رول لري.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې سی ای اې نږدې لس کاله کیږي چې په پاکستان کې په پټه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي؛ هغه رول چې هیڅکله هم د دواړو هېوادونو چارواکو پرې اعتراف نه دی کړیاو دا هغه شرط دی چې د پاکستان له لوري اېښودل شوی او له مخې یې امریکا ته په خپله خاوره کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو اجازه ورکړې ده .

دي نېشن:

پاکستانۍ خپرونې دي نېشن د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر هغه خبره را اخیستې چې ویلي یې دي له هغو ډلو پرته چې فعالیت یې منع شوی، فډرالي حکومت د نورو ډلو د فعالیت د مخنیوي مسوولیت نه لري او ایالتي حکومتونه باید دغه چارو وکړي.

خپرونه د هغه دغه څرګندونې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا سمیع الحق له څرګندونو سره پرتله کړې چې وايي که امریکا پر پاکستان لاس پورته کړي نو افغان طالبان به د پاکستان ملاتړ وکړي.

خپرونه زیاتوي پاکستان تل او په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې له فعالو ترهګرو ډلو سره تړاو نه لري، نو وايي د جمعیت علمای اسلام د مشر د څرګندونو په پام کې نیولو سره دغه ډول انکار ته دوام ورکول ناشوني ښکاري.

د انځور حقوق AFP
Image caption کوردان د سپټمبر پر ۲۵ ټولپوښټنه لري.

یو شمیر عربي ورځپاڼو د عراق په کوردستان کې د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۵ نېټه کیدونکې ټولپوښتنې ته پام کړی.

له دې ډلې له لندن خپریدونکې ورځپاڼې العرب کې راغلې ورځپاڼه وايي ټولپوښتنه نه یواځې دا چې د عراق او سیمې په ګټه نه ده بلکې په خپلو په کردستان او د سوریې په شمال کې هم د میشتو کردانو په ګټه نه ده. ځکه د کردستان خپلواکي به نورې ستونزې وزیږوي.